Connect with us

تازه خبرونه

هند او ایران د چابهار بندر له لارې د اړیکو د غزولو هوکړه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ایران ولسمشر هند ته په خپل سفر کې هوکړه کړې، چې نه یوازې به د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې وغزول شي، بلکې له زاهدان سره به هم  دغه هېواد ۷۲۰۰ کیلو متره ریل پټلۍ د کالیو د لیږد رالیږد لپاره وکاروي، چې په دې توګه به د سیمې شمال او جنوب د هند، ایران، افغانستان، ارمنستان، آذربایجان، روسیې او مرکزي آسیا له لارې له اروپا سره ونښلول شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ویلي، چې هېواد به یې د چابهار او ایراني ښار زاهدان تر منځ د اورګاډي پټلۍ په غزولو کې مرسته وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۸) د هند په پلازمېنه ډیلي کې له هندي لومړي وزیر نریندرا مودي سره له خبرو وروسته وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نورې هم ښې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې ګډې مبارزې هم چمتو دي؛ خو په خبره یې ترهګري باید له کوم مذهب سره تړاو ونلري.

دواړو هېوادونو ویلي، چې مونږ په افغانستان کې د سولې، ثبات او خوشحالۍ لپاره د ګډو هڅو ژمنه وکړه.

ولسمشر روحاني په خپل درې ورځني سفر کې ویلي، چې مسلمانان باید یو موټی شي او په وینا یې که مسلمانانو کې نفاق نه وای، امریکا به د اسرائیلو پلازمېنې په توګه د بیت المقدس اعلان نه کاوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هېواد به یې د چابهار او ایراني ښار زاهدان تر منځ د اورګاډي پټلۍ په غزولو کې مرسته وکړي.

دواړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې، ثبات او خوشحالۍ لپاره د ګډو هڅو ژمنه وکړه.

ولسمشر روحاني په خپل درې ورځني سفر کې ویلي، چې مسلمانان باید یو موټی شي او په وینا یې که مسلمانانو کې نفاق نه وای، امریکا به بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه اعلاناوه.

د دغې هوکړې له مخې به هند د ۱۸ میاشتو لپاره د بندر د لومړۍ برخې د فعالیتونو څارنه تر لاسه کړي.

هند، افغانستان او ایران په ۲۰۱۶ کال کې په دې تړاو یوه درې اړخیزه هوکړه کړې او هند په دې وروستیو کې له همدې لارې افغانستان ته غنم رااستولي دي.

په چابهار کې د هند او افغانستان اړیکو پاکستان اندېئښمن کړی. په داسې حال کې، چې هند په چابهار کې ۲۰۰ میلیون دالر پانګونه لري او افغانستان ته یې له همدې لارې خپل سلګونه ټنه غنم را ولیږل.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!