Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې جګړه سیمه ییزو او مرکزي چارواکو روانه ساتلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-02-24-18h08m15s107

د هلمند عملیاتي مسوول وایي، وزیران، مرستیالان او د امنیتي بنسټونو رییسان په دې جګړه کې ګټې لري؛ ځکه په کې ښکېل پاتې دي.

د هغو اطلاعاتو له مخې، چې آریانا نیوز ته ورکړل شوي، د زیاترو سیمه ییزو چارواکو تر څنګ، وزیران، مرستیالان او د امنیتي بنسټونو رییسان او جنرالان، چې هم په اوسني حکومت کې کار کوي او هم د پخواني حکومت اړوندان دي، د جګړې په دوام کې مستقیم لاس لري او ټول غلاوې کوي.

دی په ډاګه کوي، چې، د قراردادیانو پیسې، د سون توکو او دولتي ځواکونو د مهماتو او وسلو د پلور او دغه راز د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو جیبونو ته ځي او له  همدې کبله د جګړې د دوام لپاره هڅې روانې دي.

د هلمند ولایت عملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان په ډاګه کړنې، چې: 

په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د قراردادي پیسو په ډېره برخه کې  حکومتي چارواکي غبن کوي.

دوه یم، د سون توکو د پیسو ستره برخه د حکومتي مسوولینو جیبونو ته لویږي او د موادو ډېره کمه برخه ملي ځواکونو ته رسیږي.

درېیم، په هلمند کې د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه هم  د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو تر منځ وېشل کیږي.

څلورم، د ځواکونو د مهماتو پلور هم د چارواکو د عوایدو ښه لار ده.

پېنځم د ډېرو ګټې د نشه یي توکو په کر او قاچاق کې نغښتې دي.

د هلمند په جګړه کې جنګیدونکي سرتېري هم وایي، چې دولت نه غواړي روانه جګړه پای ته ورسیږي.

هغه څه چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جفا بلل کیږي د حکومتي مشرانو له سترګو پټ نه دي؛ ځکه، نو تر اوسه څلویښت ځله بېلابېل پلاوي د ولسمشر غني، اجرائیه رییس، وزیرانو او د امنیتي بنسټونو د مرستیالانو په ګډون د حالت د څېړلو لپاره دې ولایت ته تللي، خو ویل کیږي، چې اوبه هیڅ نه دي خوځیدلي.

ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وه؛ اجازه نه ورکوم، چې ستاسو له مهماتو، لباس او غذا څخه غلا وشي او مافیایي کړۍ ستاسې حقوق تر پښ لاندې کړي.

د وسلو، مهماتو او حتا د امنیتي ځواکونو د یونیفورم پلورل هغه کیسه ده، چې د هر سرتېري په ژبه  اوړي را اوړي او له دا ډول معاملو ستړي شوي دي. حتا باور لري، چې دولت نه غواړي د جګړې شدت را کم شي.

خبریالان: باعث حیات او بریالی رحیمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!