تازه خبرونه
نه پوهیږم، چې طالبان سوله غواړي او که د غولولو په لټه کې دي- اشرف غني
ولسمشر اشرف غني د مونیخ په ۵۶ نړیواله امنیتي ناسته کې ټینګار کړې: ډاډه ندی، چې وسلوال طالبان سوله غواړي او که د غولولو په لټه کې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې: تر دوه ورځو مخکې هم طالبانو خپلو پلویانو ته ویل، چې لویدیځوال مو غولولي او دولت به هم وغولوو او په پای کې به پر زور افغانستان فتحه کړو.
امرالله صالح د یوې سټراټيژۍ له مخې طالبان ستایي او مونږ ډېري ترې اندېښمن يو؛ خو پرې د پوهیدو لپاره باید له طالبانو سره خبرې وکړو.
له طالبانو د ارګ او واشنګټن ترټولو مهمه غوښتنه دا ده، چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د ولسمشر غني په باور؛ پاکستان د سولې په اړه ډاډمن ګامونه نه دي پورته کړي او وایي، چې پاکستان تراوسه د سولې له بهیر سره مرسته نده کړې.
ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې طالبان رښتیا هم د سولې اراده لري؟ ويلي؛ تراوسه ډاډه ندی، چې دوی دې سوله وغواړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په باور: پاکستان د افغانستان په ثبات کې ډېر مهم رول لري. همداسې د افغانستان نور ګاونډیان هم. له همدې کبله مهمه ده، چې له هغوی سره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته، رسمي تضمینونه ترلاسه او جنګ ته په رښتینې معنا د پای ټکی کېښودل شي.
ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د کمیدو په صورت کې د افغانانو د چمتووالي یادونه هم کوي او څرګندوي، چې دغه کموالی له شرایطو سره تړاو لري.
هغه وایي: مونږ له تېرو کلونو راپدیخوا تر ۸۶۰۰ پورې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کموالي ته چمتووالی لرو. دا دوه لاملونه لري؛ یو یې دا دی، چې ۹۴ په سلو کې عملیات افغان امنیتي ځواکونه ترسره کوي او تشه یې ډکه کړې ده او دغه راز د امنییتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي هم شته او بله دا، چې زمونږ کومانډو ځواکونه دوه برابره او هوايي ځواکونه مو درې برابره شوې؛ خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور مسله په راتلونکي کې له شرایطو سره تړاو لري.
د ناتو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړې، چې مونږ په افغانستان؛ ځکه پوځي حضور لرو، چې افغانستان بیا د ترهګرو پر امن ځای بدل نشي. مونږ هڅه کوو، چې له افغانستان څخه مو وتل مسوولانه وي. طالبانو ته زمونږ پیغام دا دی، چې په جګړه کې ګټونکی نشته؛ باید د مذاکراتو میز ته راشي او تاوتریخوالی راکم کړي.
ولسمشر غني باوري دی، چې طالبان نشي کولی د ټاکنو په څېر پروسو کې د هغه پر وړاندې د سیال په توګه ودریږي؛ ځکه د هغه په وینا که طالبان پر ځان باور لري، په ټاکنو کې دې برخه واخلي، چې څومره خلک یې ترڅنګ دریږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ