Connect with us

تازه خبرونه

له نړۍ سره مې د طالبانو خبرو ته زمینه برابره کړه- اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني څرګنده کړې، چې له نړۍ سره یې د طالبانو خبرو ته زمینه برابره کړې، که نه؛ نو د ده په وینا څوک حاضر نه ول، چې لدې ډلې سره خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۹) له غرمې مخکې د”جنګ بس دی” تر سرلیک لاندې د سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع په غونډه کې، چې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه ګډونوالو ته خپلې ناویلې خبرې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په تړاو وړاندې کړې او دا یې په ډاګه کړه، چې ده خپله د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړې؛ که نه د ده په خبره هیڅ هېواد حاضر نه و، چې له طالبانو سره د یوه میز تر شا کیني.

په قطر کې د امریکا او طالبانو استازیو د سولې مسودې په تړاو خبرې وکړې؛ خو په کابل کې ولسمشر وایي، د سولې خبرو مالکیت باید د مشروع حکومت په غاړه وي او نړیوال دې یوازې د سولې هوکړې په تړاو د تضمین کوونکي رول ولري نه بل څه.

ولسمشر د سولې مشورتي جرګې په تړاو د تیاریو خبره کوي، چې د هغه په باور به له طالبانو سره د سولې خبرو زیږه اړخونه روښانه کړي.

 ولسمشر په دې باور دی، چې له طالبانو سره د سولې حدود به افغانان ټاکي او حکومت به هیڅکله  تحمیلي سوله ونه مني.

ولسمشر له طالبانو سره د سولې د هوکړې څرنګوالی د راتلوونکي حکومت واک بولي او وایي؛ راتلونکی حکومت به له ولسي صلاحیت سره وکولی شي، چې څنګه سوله وکړي، له چا سره سوله ومني او تلپاتې سوله رامنځته کړي. 

د افغانستان د ښځو اجماع هم په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل، چې د سولې له هوکړې وروسته باید د ښځو رول له پامه ونه غورزیږي.

د ولسمشر غني میرمن رولا غني وایي: د سولې بهیر ډېر شنلی او ګډوډ دی؛ خو سوله باید یوازې د افغانانو تر منځ رامنځته شي.

که څه هم حکومت خپل ځان د سولې خبرو واک دار ګڼي؛ خو په دوحه کې طالب استازیو د مسکو ناستې ګډون والو ته په نغوته کې ویلي، چې له افغان حکومت سره د سولې پر خبرو به کله هم ونه غږیږي او د خبرو لوری به یې د افغانستان خلک وي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!