تازه خبرونه
په ننګرهار کې د داعش له درې تونلونو۹۲ مړي راایستل شوي
تر دې دمه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو له درې تونلونو څخه، چې تېره ورځ د امریکا پر سترې بمي برید ویجاړ شوي؛ ۹۲ مړي راایستل شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په ډاګه کړې، چې له لومړي تونله ۲۲، له دوه یمه ۶۰ او له درېیمه د داعش د وسلوالو ۱۰ مړي راایستل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، کیدی شي د مړو په شمېر کې ډېروالی راشي؛ خو په مړو کې د داعش د یو شمېر ډېرو قومندانانو مړي هم شته دی.
د هغه په وینا؛ په دې بمي برید کې د داعش درندې او سپکې وسلې هم ویجاړې شوې دي.
دامریکا هوایي څواک د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسد خېلو تنګي کې د داعش پر درې سمڅو ۱۱ ټنه بم غورزولی، چې جوړې سمڅې یې له خاورو سره خاورې کړې دي.
هغه وايي، دا سیمه چې برید پرې شوی په کې د داعش رهبري موجوده وه.
د اچین ولسوال اسماعیل شینواري په ډاګه کړې، چې دا بم په یاده سیمه کې پرهغو سمڅو غورزول شوی، چې د داعش بهرني مشران په کې اوسیدل.
داعش د اچین د سید خېلو تنګي له سمڅو او تونلونو څخه په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې وسلوال بریدونه رهبري کړي، چې د ۱۳۹۵ ل کال د زمري په ۲ یې د کابل په عبدالوکیل خان څلورلاري کې د چنبش روشنایي پر لاریون ځانمرګي بریدونه وکړل؛ ۸۶ کسه یې ووژل او ۲۳۱ نور ټپیان شول.
دغه راز د همدې کال د لیندۍ پر لومړۍ نېټه یې د کابل پر باقرالعلوم مدرسې برید وکړ، چې ۳۲ کسه یې وژلي او ۶۴ نور په کې ټپیان ول.
د ۱۳۹۵ کال د تلې پر ۲۰ یې د سخي پر زیارت برید کړی، چې ۲۰ کسه په کې ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان ول.
په همدې توګه د داعش خراسان څانګې د ۱۳۹۵ل کال د کب پر۱۸ د سردار محمد داووخان پر روغتون برید وکړ، چې ۵۲ کسه په کې ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شوي دي.
هغه زیاتوي، پردغو سمڅو عادي بریدونو اغېز نه درلود او اړتیا وه، چې دا ډول یو برید پرې ترسره شي.
ځايي اوسیدونکي وايي؛ د بم غږ دومره دروند و، چې هرچا فکر کولو د دوی په کور کې چاودنه وشوه. دوی زیاتوي، کورونه یې وښوریدل او له چتو څخه یې خاورې راولویدې.
د دوی د وینا له مخې د دې بم غږ ډېر دروند و او د اچین په ګاونډ ولسوالیو کې هم اوریدل شوی؛ خو ملکي زیان یې نه دی اړولی.
خلکو په ډاګه کړې؛ هلته، چې بم غورزول شوي؛ ملکي خلک نشته او د داعش مرکزونه دي.
دا بم د حمزه نومو پیل شويو عملیاتو په لړ کې له حکومت سره په همغږۍ کې غورزول شوی دی.
حمزه عملیات د افغان ولسمشر په لارښوونه پيل شوي، چې تر وړمې ورځې پورې په کې ۲۸۲ داعشیان وژل شوي او ګڼې سیمې ترې پاکې شوي دي.
ویل کیږي، چې په دې تازه ستر بمي برید کې هم سلګونه جنګیالي وژل شوي، چې بهرني وګړي په کې هم شته او هلته، چې بم غورزول شوي اوس هم چورلکې بریدونه کوي اوګډو ځواکونو پرمختګ هم کړی دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ