تازه خبرونه
له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام دی- همایون قیومي
د ولسمشر اقتصادي سلاکار له چینایي شرکت سره د عینکو مسو کان تړون ناکام بولي او وایي؛ د تخنیکي ظرفیت نشتوالی، مالي او حقوقي ستونزې د دې سبب شوي، چې د دې تړون د عملي کیدو چارې له ستونزو سره مخ شي.
د عینکو مسو کان د هېواد په کچه لویه اقتصادي پروژه ګڼل کیږي، چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې له چینایي شرکت سره تر سره شوی؛ خو تر اوسه د دې تړون عملي چارې ندي پیل شوي. اوس د ولسمشر اقتصادي سلاکار همایون قیوم وایي، د تړون د پلي کیدو پر وړاندې یو لړ ستونزې شته او په خبره یې دا یې ناشونې کړې، چې تړون تطبیق شي.
د بېخبناوو( زیربناوو) او کانونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي وایي: نور هېوادونه د مسو په چارو کې له ۶ څخه تر ۸ سلنه ورکوي؛ خو کله، چې په دغه راز تړون کې ۱۸ سلنه کمپنۍ افغانستان ته ورکوي؛ نو آیا څوک نه ول، چې حقوقي، مالي او نورې خواوې یې وپوښتي؟!
د کانونو وزارت که څه هم په تړون کې ځینې ستونزې مني؛ خو وایي، په نږدې ورځو کې له چینایي شرکت سره د دې ستونزو د حل لپاره خبرې کیږي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي: مونږ ستونزې لرو؛ ځکه مو وغوښتل، چې زمونږ تخنیکي تیم له چینایي شرکت سره خبرې پیل کړي. له خبرو وروسته به یې پایله خلکو ته وړاندې شي.
که څه هم کانونه د اقتصادي ودې مهمه برخه ګڼل کیږي؛ خو باورونه دا دي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې تر اوسه عملي کارونه نه دي شوي.
اقتصادي شنونکی ایمل عمري وایي: د کار په پیل کې حکومت د کانونو د کیندلو پلان او پالیسي نلرله؛ ځکه، نو تړونونه ناکامیږي.
د عینکو مسو کان د کابل په سویل ختیځ کې څلوېښت کیلومتره لیرې پروت دی. د لوګر د مسو دا کان د نړۍ دوه یم سترکان دی، چې تر اوسه نه دی سپړل شوی.
سمیرا ظفري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ