Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پکتيا کې د سولې ځغاست سيالي تر سره شوه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۵, ۱۳۹۸)

د دوشنبې پر ورځ( د وري ۵)  د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د دې ولایت د ورزشي آمريت لخوا د سولې تر نامه لاندې د ځغاستې(منډې) سيالي تر سره شوه.

 په ياده سيالۍ کې د يو شمېر ورزشي فدارسيونونو او ادارو شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

ځغاسته د پکتيا والي شميم خان کټوازي لخوا د ولايت مقام د ميلمستون له ودانۍ پېل او د تېرې باغ پورې تر سره شوه، چې په کې څلور ورزشکارانو هر يو صديق له سامبو فدراسيون څخه لومړی، شېرشاه له فري پايت فدراسيون څخه دوه یم، نبیب الله سلطاني له ۲۰۳ تندر قول اردو سرباز درېيم او بيدار له امنيه قومندانۍ څخه څلورم مقامونه خپل کړل.

د یادونې ده، چې بریالي ورزشکاران د مسوولینو لخوا د سره زرو پر مډالونو، کپونو او نغدي ډاليو ونازول شول.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو په بلخ کې یوه نجلۍ د سړي تښتونکو له منګولو وژغورله

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰)

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، په ګډو عملياتو کې يې يوه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.

سدره په نوم يوه نهه کلنه نجلۍ د جمعې پر سهار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوې ده.

امنيتي ځواکونه وايي، په دغو عملياتو کې نهه تنه نيول شوي هم دي.

د دوی په خبره، د عملیاتو په ترڅ کې یو تن تښتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات د اسلامی امارت د ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیات بنیاد په غزني کې سلګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

 د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د دغه بنسټ د ژمنیو مرستو لړۍ غزني ولایت ته رسېدلې او پر سلګونه اړمنو کورنیو د مرستو ټولګې ووېشل شوې.

د غزني ښار خلک له جګړو تازه خلاص شوی او له اقتصادي پلوه سختې ورځې تېروي؛ له همدې کبله بیات بنیاد د ژمنیو مرستو د وېش په لړ کې دا ځل د غزني اړمنو کورنیو ته د اوړو، وریجو او غوړیو یوه ستره ټولګه لېږدولې.

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د غزني تر څنګ تر دا مهاله هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار او بامیانو بېوزلو کورنیو سره مرستې شوي دي.

چارواکو ویلي؛ د دغو مرستو موخه د اړمنو کسانو لاس نیوی دی او په نورو ولایتونو کې به هم دا مرستې دوام وکړي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: د بیات بنیاد د مرستو د وېش لړ له هرات، مزار، بامیان، ننګرهار، خوست او پکتیا وروسته دا دی غزني ولایت ته رارسېدلی او ډېر ژر به د هېواد نورو ولایتونو ته هم ورسیږي.           

هغو اړمنو او مستحقو کورنیو، چې دا خوراکي توکي تر لاسه کړي؛ د بیات بنیاد له مرستو خوښ ښکاري. دوی له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې سختو حالاتو کې د اړمنو کسانو مرستې ته را ودانګي.

بیات بنیاد هر کال نه یوازې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اړمنو او بېوزلو کسانو ته مرستې وېشي، بلکې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په جوړولو او د څښاک پاکو اوبو ته یې ولسي آسانتیاوې هم برابرې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیات بنیاد په بامیان ولایت کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په بامیان ولایت کې یې له سلګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

چارواکو زیاته کړې؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې له سروی وروسته پر اړمنو کسانو ووېشل شول.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي: په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي او پر يو شمېر بېوزلو او مستحقو کورنيو ووېشل شول.

د دغو مرستو اخيستونکي د مرستو د بستو له ترلاسه کولو خوښ دي او وايي، چې مرستې يې پخپل وخت ترلاسه کړې دي.

د باميان اوسېدونکې زينب وایي: له بيات بنياد څخه مننه، مونږ د دې مستحق يو او له دغه بنسټ څخه مو مرسته ترلاسه کړه.

د باميان يوې بلې اوسېدونکې نادرې ویلي: مونږ له بيات بنياد مننه کوو، چې د ژمي په دې ساړه موسم کې يې له خلکو سره مرسته کړې ده.

د باميان يوه اوسېدونکي محمد حسين څرګنده کړې: بيات بنياد له مونږ سره مرسته کړې او مونږ خوښ يو او هيله لرو، چې په راتلونکي کې هم له مونږ سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد له دې مخکې د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ کې پر اړمنو کورنیو خپلې ژمنۍ مرستې وېشلې دي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي