Connect with us

تازه خبرونه

له ټاکنو کمیسیون څخه دې محمد حنیف دانشیار ګوښه شي- نبیل، حکمتیار او عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنډلو له لویې څارنوالۍ غوښتي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حنیف دانشیار تر عدلي څارنې لاندې ونیسي او د کار له دوامه یې را وګرزوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کړنې تل تر جدي څار لاندې دي؛ خو دا ځل د (ثبات او همپالنې) د (سولې او اسلامي عدالت) او (امنیت او عدالت) ټاکنډلو ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حنیف دانشیار پېنځه دېرش کلني ته ندی رسیدلی او د جعلي اسنادو له مخې دې بنسټ ته غوره شوی دی.

د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنډلې دوه یم مرستیال عبدالرحمان نقي ټینګار کوي، چې ښاغلي دانشیار پېنځه دېرش کلني نده بشپړه کړې او د جعلي اسنادو له مخې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړيتوب ویاړ تر لاسه کړی دی.

د امنیت او عدالت ټاکنډلې غړی مطیع الله ابراهیم زي څرګنده کړې؛ ټاکنډلې اوس پوهیدلي؛ خو دا د حکومت مسوولیت دي، چې اسناد یې ارزولي وای. دې کار د کمیسیون حقوقي او قانوني مشروعیت تر پوښتنو لاندې راوستی دی. څومره پرېکړې، چې دانشیار لاسلیک کړي، ټولې باطلې دي.

دې ټاکنډلو په یوه ګډه غوښتنه کې له لویې څارنوالۍ وغوښتل، چې دانشیار تر عدلي او قضایي څار لاندې ونیسي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې غړي عبدالرحمان اخلاقي ویلي؛  سړي د ۳۵ کلنۍ منګ(عمر) پوره کړی ندی؛ خو په جعلي اسنادو غوره شوی دی. له لویې څارنوالۍ غواړو، چې دندې ته یې له تګه راوګرزوي او د جزا د کود له مخې تر عدلي څار لاندې ونیول شي.  دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاي؛ د دې بنسټ ټول غړي د قانون له مخې غوره شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر اورنګزیب وايي؛ ښه به وه، چې  رامنځته شوې ستونزه ۵ یا شپږ میاستې مخکې خلکو ته وړاندې شوې وه، نه په دې حساس وخت کې.  فکر کړم، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ناپېیلتوب خوندي کوي او د هیچا د فشار او دسیسو لاندې نه راځي.

  په همدې حال کې ټاکنو خپلواک کمیسیون په پاتې شپږ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړې او د بغلان ولایت رایې د بیا شمېرلو په حال کې دي، چې وروسته به د بیا شمېرل شویو رایو د پایلو فورمې د معلوماتو په مرکزي بانک کې ځای پرځای او بیا به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!