تازه خبرونه
په مسکو کې نړیواله درې اړخیزه ناسته تر سره شوه
په مسکو کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پنجشنبې پر ورځ( د غویي ۵، چې د اپریل له ۲۵ سره سمون خوري) د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته تر سره شوه.
دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان پر سوله او له طالبانو سره د امریکا پر خبرو راڅرخیدلې، چې په کې د امریکا، روسیې او چین استازي د ساعتونو لپاره د تړلو دروازو تر شا کیناستل.
د امریکا، روسیې او چین استازي د افغانستان پر حالت، په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو او د سولې بهیر پر راتلوونکې مشورې کوي.
افغان حکومت د دې ناستې هرکلی کوي او هیله من دی، چې د نړیوالې اجماع په را منځته کولو او سولې ته د رسیدو په لار کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وایي؛ مونږ د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو مننه کوو، چې د افغانستان سوله او ثبات غواړي. مونږ هیله من یو، چې د دغو ناستو پایله د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته کړي.
پخوانی ولسمشر هم خوشبین دی او وایي، د نړیوالو قدرتونو همکاري به د سولې بهیر تر بریالیتوبه ورسوي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ باوري یم، چې د افغانستان د سولې بهیر به د نړۍ د قدرتونو؛ امریکا، روسیې او چین په همکارۍ بریالۍ شي. زه هیله من یم، چې په مسکو کې به د چین، روسیې او امریکا د استازیو ناسته یو ګډ دریځ رامنځته کړي.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا په افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو د ناسمو سیاستونو پر ترسره کولو تورنوي او وایي، تر اوسه پورې د دې هېوادونو هڅې له طالبانو سره د سولې لپاره هیڅ لاسته راوړنه نلري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي؛ ایران له طالبانو سره رسمي اړیکه لري، خو دا پدې معنا نده، چې له افغان حکومت پرته دا خبرې تر سره شي. مونږ په هغو ناستو کې ګډون نکوو، چې افغان حکومت په کې حضور ونلري؛ دا یو اصل دی.
همدارنګه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته حالاتو اندېښمن کړی دی.
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې مشر جان ساپکو وایي، چې مونږ په افغانستان کې څه باندې یو تریلیون دالر ولګول او ټولې دا پیسې به له خطر سره مخ شي؛ خو که مونږ د سولې له هوکړې وروسته تېروتنه وکړو.
د مسکو درې اړخیزه ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې په وروستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي افغانستان او سیمې هېوادونو ته خپل تازه سفرونه پیل کړي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ