Connect with us

تازه خبرونه

۱۶ کاله مخکې دوه ترانسپورتي الوتکو د امریکا دوه سترې ودانۍ ونړولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پوره شپاړس کاله مخکې د القاعدې غړیو په امریکا کې  د درې مسافر وړونکیو الوتکو کنترول په خپل لاس کې واخیست او له نړیوال سوداګریز مرکز او پنتاګون سره یې ووهلې.

د د وه زره لومړي کال د سپتمبر پر یوولسمه د القاعدې څو غړیو درې الوتکې و تښتولې او  د امریکا له اسمان څکو سوداګریزو ودانیو او دفاع وزارت پنتاګون سره یې وجنګولې. له دغو بریدونو وروسته امریکا او ملاتړو یې د القاعدې او د هغوی له ملاتړو سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان برید وکړ.

په دغو بریدونو کې درې زره امریکایان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شول.

افغان چارواکي وايي، چې دغو بریدونو نړیوال ویښ او د ترهګرو ګواښ ته متوجه کړل.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، هیله من یو، چې د سیمې هېوادونه له ترهګرو ډلو سره مسوولانه کار وکړي او له دې پدیدې سره  په ګډه مبارزه وکړي.

پوره شپاړس کاله کیږي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال سرتېري جګړه کوي؛ خو اوس هم افغانستان د ارام ساه نه ده اخیستې.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس داکتر عبدالله د سپتمبر یوولسمه او نهمه د نړۍ په تاریخ کې مهمې پېښې ګني او وايي، چې دغو پېښو نړۍ له ترهګرو سره مبارزې ته یو موټی کړه ؛ خو افغانستان اوس هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

هغه زیاتوي، چې ترهګري اوس هم یو نړیوال ګواښ دی.

شنونکي وایي، چې د روان وضعیت مسوولیت تر ډېره افغان چارواکو ته متوجه کیږي.

د ولسي جرګې غړی رمضانبشردوست وايي، چې افغان چارواکو د امریکا او نړیوالې ټولنې له حضور او فرصتونو څخه سمه او غوره  ګټه پورته نکړه.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي؛ امریکا د خپلو ګټو لپاره پر افغانستان برید کړی، چې له همدې جغرافیې خپل دښمنان ووهي.

د نوموړي په وینا؛ امریکا ته د افغانانو سوکالي ارزښت نلري.

د نظر خاوندانو په اند امریکا نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره ژمنه نده، بلکې د ترهګرو اصلي ځالې یې، چې په پاکستان کې دي هم له پامه غورځولې دي.

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!