Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د وارداتي اوړو د بیو د لوړوالي له کبله په پلازمېنه کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی دی.

د مګړۍ په هېواد کې د یوې  بورۍ وارداتي اوړو په بیه کې له درې تر څلورسوه افغانیو زیاتوالی راغلی، چې له کبله يي د کسبګرو ملي ټولنه د ډوډۍ په وزن کې څلیریشت ګرامه کموالی راولی.

د کسبګرو ټولني مرستیال نورالحق عمري ويلي، چې دا کار يي له حکومتي بنسټونو سره په همغږۍ کې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یوی بورۍ اوړو بیه په هېواد کې له څوارلس سوه څخه اتلس سوه ته لوړه شوې ده.

د ښاغلي عمري د څرګندونو له مخې: که د اوړو بیه راټیټ شي؛ نو د یوې ډوډۍ وزن به له ۱۸۰ ګرام څخه بېرته ۲۲۰ ته لوړ شي.

هغه په ډاګه کړې؛ افغان حکومت د اوړو او غنمو لپاره هیڅ ډول زیرمې نلري او په وارداتي اوړو کې يي هم په یوه ټن ۱۵ دالر مالیه لوړه کړې، چې د ستونزي اصلي لامل هم همدا دی.

دی وایي: مونږه له دولتي بنسټونو سره هم خبرې رواڼي کړي دي. هیله لرو، چې د اوړو د تولید کورني میلونه فعال شي او دا اقدام له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ کې رامنځته شوی. د غنمو ستراتیزژیک ذخایر که شته؛ خو باید میدان ته شي.

د کابل ښار یو شمېر ډوډۍ  پخونکي وايي، چې په ټولو بټیاریو(نانوایانو) کې وارداتي اوړه کارول کیږي؛ نو، ځکه ۲۲۰ ګرامه ډوډۍ پخول ورته هیڅ ګټه نلري. د حکومت نه څارنه او خپلسریو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې دوی هم د ډوډۍ وزان راټيټ کړي.

ډوډۍ پخونکی نصیر احمد وایي، چې مونږه هم ناراحته یو؛ خو څوک نشته، چې دا بهیر وڅاري د ښاروالۍ مامورین په دې قصه کې ندي، چې څوک په څومره وزن ډوډۍ پخوي. د هغو خبره د یو سلګون خبره ده، چې باید هغوی يې واخلي.

دا په دا سې حال کې ده، چې د کرني وزارت ویلي، چې خورا زیاتې  زیرمې لري او زیاتوي، چې د هندوستان له خوا به ۷۵ زره متریک ټنه د نورو غنمو مرسته هم له افغانستان سره تر سره شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمی وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان غنم په روان کال کې یو اعشاریه پېنځه میلیون متریک ټن ته لوړشوي؛ خو بیا هم د وچې ډوډۍ په وزن کې ۴۰ ګرامه کموالی راغلی. دا سې بنسټ نشته، چې دا لړۍ وڅاري.

د ډوډۍ پخوونکیو د کارونو او د ډوډۍ د وزن او بیې د څارنې چارې د کابل ښاروالۍ له دندو او مسوولیتونو څخه ده او دا، چې د کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل لپاره کوم تدا بیر لري په دې اړه يې له خبرو ډډه کړې ده.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!