تازه خبرونه
له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې په دلګشاه ماڼۍ کې وشوه، د سولې د مشورتي بورد غړیو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړیو، ځینې سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني ټولنې غړیو، د علماوو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازیو او ځینې لوړپوړیو دولتي مقاماتو حضور درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ناستې ګډونوالو ته څرګنده کړې، چې: مونږ له داکتر خلیلزاد سره د کار پر نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسیدلي یو، چې د هغې په چوکات کې معلومات وړاندې او د مشخصې اجنډا په اړه به دوامدارې مشورې او د هغو په رڼا کې به اقدام کیږي.
ولسمشر زیاته کړې، چې د سولې په اړه سیمه ییز، نړیوال، اسلامي او ملي چاپېریال ته د پاملرنې له مخې ډېرو بحثونو ته اړتیا ده، چې یو چوکات جوړ او شته اجماع پیاوړې شي. دغه راز په ځینو مواردو کې، چې اجماع نشته، اجماع دې رامنځته شي.
ولسمشر غني دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې: طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي، چې پر کوم اساس استوارې دي، دغه راز له تروریستي شبکو، جرمي او حرام اقتصاد سره دې د طالبانو اړیکې ښکاره شي.
دغه راز ولسمشر په دې ناسته کې د لومړي ځل لپاره په راتلونکیو ورځو کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښځو له مشورتي جرګې هم خبر ورکړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد ویلي؛ د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو ترڅنګ له دډيپلوماتیکو لارو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او د جګړې لګښت کم شي.
خبرپاڼې څرګنده کړې، چې داکتر خلیلزاد ویلي؛ مونږ د افغان حکومت او افغانانو پر محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یو؛ خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو، چې په کې ټول ارزښتونه خوندي او څلوېښت کلن بحران پای ومومي.
ښاغلي خلیلزاد د سولې په بهیر کې د سیمې ارزښت ته په نغوته کې ویلي، چې مونږ د سولې په لټه کې یو؛ ځکه زمونږ موخه د جګړې ختمول دي او د هر ډول سولې پلوي هم نه یو.
د یادونې ده، چې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ۱۸ ورځنی سفر پیل کړی او د طالبانو او امریکایي پلاوو تر منځ د خبرو بل پړاو به د فبرورۍ پر ۲۵ د قطر په دوحه کې رامنځته شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ24 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ