تازه خبرونه
په افغانستان کې هره ورځ ۹ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوړي-یونسیف
په افغانستان کې د یونسیف دفتر په ډاګه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې په منځنۍ کچه د جګړو له کبله نهه ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوړي.
د یونسیف په تازه راپور کې، چې د سې شبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) خپور شوی راغلي؛ افغانستان د نړۍ په کچه ماشومانو ته خطرناک هېواد دی او په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو تلفات د تېر کال په تناسب یوولس سلنه زیات شوي دي.
په افغانستان کې د یونسیف د دفتر مشر ابوبکر کامپو وایي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شپږ سوه یودېرش ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او یو زر و اته سوه دېرش ماشومان ټپیان دي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله دا یوولس سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې راپور له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ شپږ نیم زره ماشومان وژل شوي او پېنځلس زره نور ټپیان دي، چې له دې کبله په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه ماشومانو ته خونړی او جنګي هېواد وګڼل شو.
د یونسیف د څرګندونو له مخې؛ درې اعشاریه اته میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري، له هرو درې ښځو یوه یې له اتلس کلنۍ مخکې ودیږي، درې اعشاریه اووه میلیون ماشومان، چې د ښوونځي شرایطو ته برابر دي، له زدکړو بې برخې دي، له پېنځه کلونو ټیټ عمره شپږ سوه زره ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته دي، دېرش سلنه ماشومان پر درندو کارونو بوخت دي.
څلور سوه زره ځوانان هر کال د کار بازار ته وړاندې کیږي؛ خو مسلکي ندي، چې خپلې ستونزې حل کړي.
ښاغلي ابوبکر کامپو وايي: زه فکر کوم دا به ډېره سخته وي، چې یوازې یوه لوري ته د نیوکې ګوته ونیسو. باید ټول د تاوتریخوالي او وژنو د مخنيوي لپاره کار وکړي. په داسې یوه وضعیت کې، چې تلفات په ځانګړي توګه د ماشومانو تلفات ډېر دي؛ باید د جګړې د پای لپاره د سولې رغنده خبرې وشي.
د یونسیف د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې څلور لسیزو جګړو پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی او د جګړې ښکېل لوري د ماشومانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ