Connect with us

تازه خبرونه

په بلخ کې د افغان ترک ښوونځي د ترکیې پوهنې ته وسپارل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له څو میاشتو لانجو وروسته په بلخ کې د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت چارې په رسمي توګه د ترکیې پونې بنسټ ته وسپارل شوې.

ترکیې چارواکي ژمنه کوي، چې له فراغت وروسته به هم زدکوونکیو ته په ترکیه کې د زدکړې د دوام زمینه برابره  او نور ترکي استادان به استخدام کړي.

په افغانستان کې د ترکیی د پوهنې بنسټ رییس شاکروایوت وایي، چې له افغانستان سره د شوې هوکړې له مخې د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت له ترلاسه کولو وروسته به د زدکوونکیو د ودې په موخه نورې برنامې هم په پام کې ولرو.

په بلخ کې د ترکیې سرکنسول شوکي شیچکین  آلپای وایي، چې د افغان ترک ښوونځیو د ودانیو رغونه مو په لومړیتوبونو کې ده، مونږ نوي ترکې استادان هم استخداموو او اوس د بلخ د هلکانو او نجونو د افغان ترک په ښوونځیو کې اووه ترکي استادان تدریس کوي.

یو شمېر زدکوونکي د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د دغه ښوونځیو د مدیریت د سپارلوهرکلی کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سلاکارنجیب الله کامران وايي؛ هغو افغان ښوونکي، چې مخکې په دغو ښوونځیو کې تدریس کاوه خپلې هڅې به روانې ساتي؛ خو ترکي ښوونکي وظیفوي تضمین نلري.

امنیتي ځواکونه د جمعې په شپه په بلخ کې د افغان ترک ښوونځیو ته وردننه شول او د دغه ښوونځي د ښوونکیو په وینا څلوېښت افغان او ۷ ترکي استادان یې ونیول.

دا په داسې حال کې ده، چې  په بلخ کې چارواکي د دغه ښوونځیو د نیول شویو ښوونکیو د برخلیک په اړه څه نه وايي.

د هېواد د کورنیو چارو او پوهنې وزارتونه په بلخ او هرات ولایتونو کې پر افغان ترک ښوونځیو بریدونه ردوي او وایي، چې د ښوونکیو په نوم ناڅرګند کسان په دغو بنسټونو کې ځای پر ځای شوي وه، چې امنیتي ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره اړوند سیمې ته استول شوي وه؛ خو د دغو ښوونځیو د زدکوونکیو د کورنیو کمیته د اړوند وزارتونو خبر ردوي.

د دغو ښوونځیو د زدکوونکیو د کورنیو کمیتې غړی یوسف پښتون وایي: پر ښوونځیو برید له قانونه سرغړونه ده او دوی قانونه ته درناوی نلري.

د دغو ښوونځیو د زدکوونکیو د کورنیو کمیتې یو بل غړی عبدالشکور دادرس وایي، چې باید ټولې چارې د قانون تر چتر لاندې تر سره شي.

یو کال مخکې د ترکیې او د افغانستان د پوهنې وزارت تر منځ د ترکیې پوهنې بنسټ ته د دغو ښوونځیو د سپارلو هوکړه لاسلیک شوې ده.

ویل کیږي، چې له دې مخکې هم د دغو ښوونځیو ښوونکي افغان امنیتي ځواکونو نیولي وه.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!