Connect with us

تازه خبرونه

په جلال آباد کې د جاوید زمان پر پلویانو ځانمرګی برید شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شنبې پر سهار( د وږي ۳) د جاویدزمان پلویانو یو ځل بیا د ښار په ۵ ناحیه کې د ټاکنو کمیسیون مخې ته د احتجاج خیمه ووهله؛ خو د ورځې پر یوولس نیمو بجو د خیمې په پنځوس مترۍ کې چاودنه رامنځته شوه.

 امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وايي، یو ځانمرګي غوښتل ځان خیمې ته ورسوي؛ خو د جاویدزمان د پلویانو له خوا یې په تالاشۍ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

امنیه قومندان زیاته کړې؛ په دې ځانمرګي برید کې دوه تنه وژل شوي او پېنځه ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې تلفات د جاویدزمان پلویانو ته اوښتي دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو له نوملړه ایستل شوی نوماند جاوید زمان غمشریک وايي، ۲۴ ساعته وړاندې مو په رسمي ډول د احتجاج کوونکیو د امنیت ساتنې غوښتنه کړې وه.

د چاودنې پرمهال په خیمه کې د عدالت غوښتنې شعارونه بدرګه کیدل.

معترضانو له چاودنې وروسته خپل قربانیان پورته کړل،  بېرته خیمې ولاړل او ویې ویل تر وروستۍ سلګۍ له خپلې غوښتنې نه په شاه کېږي.

قومي مشر محمد عالم وایي، امنیه قومندان د خیمې د لیرې کولو هڅه کړې؛ خو قسم په خدای، چې مونږ به د خپلې غوښتنې لپاره د وینو لښتي روان کړو.

د دوی په وینا؛ د کمییسون کارکوونکي د کار لپاره په نظامي موترو کې دفتر ته د ننه شوي، چې انتخاباتي چارې تر سره کړي.

په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر مشر ذبیح الله وګړی وایي، اعتراض د دوی مدني او قانوني حق دی؛ خو خو زمونږ د کارونو خنډ دې نه ګرزي

معترضان وايي، په ناعادلانه ډول له نوملړ څخه د جاوید زمان ویستلو، د خیمې د امنیت په اړه د حکومت بې غورۍ او د پولیسو له تالاشۍ څخه د معترضانو تر تالاشۍ پورې د ځانمرګي رارسیدو ورته ګڼې پوښتنې پيدا کړي.

مسوولین یې په غبرګبرګون کې وايي، چې د چاودنې په اړه به څېړنې وکړي.   

د یادونې ده، چې له برید وروسته هم د کمیسیون مخې ته د احتجاج خیمه ولاړه ده او اعتراض دوام لري. خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!