تازه خبرونه
په افغانستان کې به د امنیت او ثبات نوی فصل پرانیستل شي- سعودي چارواکي
د سعودي چارواکي هیله لري، چې په دغه هېواد کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته به په افغانستان کې د امنیت او ثبات نوی فصل پرانیستل شي.
په سعودي کې د افغانستان د جګړې د حل لارې موندلو په موخه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو له غونډې وروسته د دغه هېواد پادشا ملک سلمان له افغان دیني عالمانو سره کتلي دي.
ملک سلمان تمه ښودلې، چې له دغه کنفرانس وروسته به په افغانستان کې د امنیت او ثبات تازه فصل پرانیستل شي.
هغه ټينګار کړی؛ په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسیدل یوازې د خبرو او زغم له لارې امکان لري، چې په دې خبرو کې باید اسلامي موازین په پام کې ونیول شي.
د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان وایي: مونږ هیله من یو، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پاڼه واړول شي او د امنیت او ثبات تازه فصل پرانیستل شي. د نوي فصل په پرانیستل کیدو به د افغانانو هیلې، چې امنیت او ثبات دي، پوره شي.
په دغه لیدنه کې د افغانستان دیني عالمانو له ملک سلمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي او د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ منځګړیتوب وکړي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو دا غونډه په څو لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده.
افغان دیني عالم ویلي، چې ۵۷ اسلامي هېوادونو پرېکړه کړې، چې افغانستان اسلامي هېواد دی او پر وړاندې یې جګړه ناروا ده؛ ځکه، نو مونږ له دې حرکته ملاتړ کوو.
د افغانستان د خلکو د ملي اجماع رييس ابراهیم الکوزی وایي، چې د عالمانو له پرېکړې ملاتړ ښه کار دی؛ خو د افغانستان خلک دې پر ښکېلو خواوو فشار راوړي، چې د سولې لپاره زمینه برابره شي.
په سعودي عربستان کې د اووه پنځوس اسلامي هېوادونو څخه له دوه سوه ډېرو د یني عالمانو ګډون درلود. دغو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه غیر شرعي وبلله او ټينګار وشو، چې د جګړې ښکېلې خواې باید دغه جګړه و دروي او د سولې خبرې پیل کړي.
وسلوالو طالبانو بیا د دغې غونډې مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې را ټولو شویو دیني عالمانو د لویدیځ لخوا د افغانستان اشغال ته هیڅ پام ونکړ او نه یې په دې اړه خبرې وکړې.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ