Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو سره د افغانستان د پلاوي خبرې، له بدلون سره د مخ ملت پر ارزښتونو راڅرخي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د قطر په دوحه کې د یکشنبې د ورځې د سولې د ناستې طالب چارواکي: له ښي خوا طالب مرکچي عباس ستانکزی، د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال عبدالسلام حنفي، د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر امیرخان متقی، د سعودي عربستان ته لیږل شوی سفیر شهاب‌الدین دلاور او د کرنې وزارت پخوانی وزیر عبداللطیف منصور. د انځور ویاړ: کریم جعفر، فرانس پریس، انځورونه ګیتي

قطر- دوحه: هغه مهال، چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ په لومړي ځل له یو شمېر افغان حکومتي چارواکو سره ولیدل؛ نو له داسې استازیو سره مخ شول، چې د دوی د واکمنۍ له پرځیدو ۱۸ کاله وروسته یې ورته د نوي افغانستان نوې څېره وړاندې کړه.

د تېرو کلونو ورانۍ او پرمختګونه له کلونو راپدیخوا څنګ په څنګ راروان دي او د میز ډېري استازي له بېلابېلو اړخونو څخه – د خپلو ځانګړيو زیانونو او اندېښنو کیسې وړاندې کوي.

په قطر کې خبرې، چې د دوشنبې پر ورځې هم روانې دي؛ په کې په لومړي ځل د افغان حکومت چارواکو برخه اخیستې او موخه یې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر سیاسي راتلونکی مخامخ خبرو ته دانګل دي.

د دوحې د انستیتوت مشرسلطان برکات، چې دغه ناسته یې د آلمان د یوه بنسټ پر همکارۍ جوړه کړې ویلي: دا مهمه ده، چې ټولې خواوې په تېرو ۱۸ کلونو کې رامنځته شوي بدلونونه درک کړي او وپوهیږي، چې څنګه رامنځته شوي دي. هغه دا هم څرګنده کړې، چې اتلس کاله لږ وخت ندی؛ خو جګړه غواړي خلک د ناپوهۍ په منګولو کې ښکېل کړي.

د افغان ګډون کوونکیو تر منځ د حکومت پر اوسنيو او پخوانیو لوړ پوړيو چارواکو سربېره هغو کسانو، چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او د رسنیو یو مشر، چې د خپلو کارکوونکیو سوي بدنونه یې د اورپه لمبو کې لیدلي هم برخوال دي.

هغه مهال، چې طالبان په واک او ځواک کې ول؛ ښځو ته یې د کار او ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوله؛ خو د یکشنبې د ورځې له خپلمنځي ناستې وروسته د چای او ډوډۍ په دمه کې طالب چارواکي په ډېر درناوي د ښځو له استازیو سره کښیناستل. د بېلګې په توګه د هغه مهال(۲۰۰۱) یوې ښځې، چې د یو ولایت والي وه او د وخت عامه وژنې یې زغملي او یوه بله داکتره، چې د سیکانو استازې ده.  

که هغوی د یو ماشوم د ژړا غږ اوریدلی وي، هغه به د ملي امنیت د مرستیالې د دوه میاشتنې زوی غږ و. کله، چې هغې خپله څوکۍ له طالبانو لیرې کړه او میړه یې، چې هم  د یو رسمي مقام لرونکی و؛ د رسمي غونډو په څنډه کې یې د ماشوم په کرارولو او ویدولو کې مرسته کوله. 

کله ، چې ټولنیزو رسنیو په تېروتنه د یوه ماشوم نوم د دغې ناستې په نوملړ کې ونیوه؛ کیدی شي په همدې مناسبت و، چې له ټولو ګډونوالو یې راتلونکې ستنې لوړې وې.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په جنوب لویدیځ کې غزني ښار یو موتر بم ولړزاوه، چې په کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړیو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. د انځور ویاړ: مصطفی، EPA، Shutterstock

د افغانانو د عامه وژنې یو خبر(په برید کې د ماشومانو پاتې کیدل) هغه مهال خپور شو، چې استازي د دوحې د ناستې شیراتون کوټې ته ورسیدل. طالبانو د یکشنبې پر ورځ په غزني کې د موتربم چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په کې اته امنیتي افسران او څلور عام وګړي ووژل شول.

ملګروملتونو وویل، چې په دې برید کې څه نا څه ۱۷۰ کسان د ۵۰ ماشومو زدکوونکیو په ګډون ټپیان شول.

په قطر کې د طالب پلاوي یو شمېر استازیو له یوې لسیزې ډېر وخت د کیوبا د ګوانتانامو د امریکایي زندان په بند کې تېر کړي. 

د طالبانو د رهبرۍ مرستیال او د سولې د هڅو مسوول ملا عبدالغني برادر، چې د یکشنبې د ورځې په ناسته کې یې ګډون نه و کړی؛ څه نا څه لس کاله د پاکستان په بند کې تېر کړل، چې روغتیایي حالت یې ورته زیانمن کړی دی.

جنګیالي د خپلو هغو ملګرو او دوستانو کیسې لري، چې خپلوان او عزیزان یې د افغان او امریکایي ځواکونو په بمونو کې له لاسه ورکړي دي.

هغوی د زړه له کومي پر هغه جنګ، چې دوی یې اشغال او نیواک بولي؛ ټینګ باور لري. ان تر دې، چې د وروستي مشر زوی یې مولوي حبیب الله اخندزاده ځانمرګی برید تر سره کړ. 

د دوه رښتینواندونو یو ځای کول په داسې حال کې، چې د سولې بهیر هم ناوخته پیل شوی( د پاتې څوارلس زره امریکایي سرتېرو وتل، چې کیلي یې ګڼل کیږي) په ناببره توګه چټک روان دی او دا یو بنسټیز؛ خو پراخه  کار دی.   

د یکشنبې د ورځې ډېرې ناستې د تړلیو دروازو تر شا ترسره شوې؛ خو ګډونوالو د ورځې په پای کې د ناستې بهیر له درناوي ډک وستایه که څه هم په کې د اندونو تبادله وشوه.

د افغان ټولنې د بېلابېلو پوړیو یو بېساري پلاوي د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۶/ د جولای ۷) د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره ولیدل. د انځور ویاړ: کریم جعفر، فراس پیس، انځورونه ګیتي

د افغانستان د ملکي خدماتو کمیسیون رییس نادر نادري د غزني له ډاره ډک برید مطرح کړ. په داسې حال کې ، چې هغه د طالبانو د حاکمیت پر مهال له خپلې ځورونې یادونه وکړه او دغه راز یې د طالب چارواکو کړاوونه هم د بند پر مهال ومنل.

د طالب پلاوي غړي ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان پلاوی د خبرو پر مهال د ملکي تلفاتو پر غوراوي تورن کړ او هغه وویل، چې رسمې حکومتي چارواکي او رسنۍ په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د ملکي تلفاتو شمېر، چې د امریکایي او افغان ځواکونو له لوري رامنځته کیږي لږ ښیي.

د طالب پلاوي یو غړي سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي؛ مونږ د دواړو لوریو د هغو دردونو یادونه کوو، چې پر شپنیو بریدونو او یا بمونو رامنځته شوي؛ خو اوس دلته یو.

هغه زیاته کړې، چې ټول اړخونه درد لري؛ د نیواک پای د دردونو پای دی.

د افغانستان د کابینې یو غړي عبدالمتین بیک هم په دغو خبرو کې برخه اخیستې ده او درد لومړی بولي. پلار یې، چې د ولسي جرګې غړی و د ۲۰۱۱ کال په یو ځانمرګي برید کې د جنازې پرمال ووژل شو.   

ښاغلي بیک ویلي؛ د هېواد لیرې پرتو سیمو ته سفرونو یې په ډاګه کړې ، چې افغانان د جګړې پای غواړي.

هغه هیله من دی، چې  روانې خبرې به مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي دغه را څرګنده کړې؛ دا ماته آسانه نه ښکاري، چې د پلار د وژونکیو مخې ته کښینم؛ خو مونږ باید دا کار پای ته ورسوو.

خبریال: مجیب مشعل، نیویارک تایمز |پښتو ژباړه: قتیل زوی

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!