تازه خبرونه
په ارګ کې له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته تر سره شوه
له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۸) په ارګ کې ترسره شوه، چې موخه یې د قطر ناستې ته د مرکچي پلاوي د غړیو پر ټاکلو پرېکړه او پر اجنډا یې خبرې وې.
د حکومت مشران، د مدني ټولنو ځینې استازي، د هېواد یو شمېر سیاسي او جهادي څېرې د پخلاینې عالی شورا غړیتوب لري. د دی شورا په لومړنۍ ناسته کې پر دې خبرې وشوې، چې د قطر ناستې ته له طالبانو سره د خبرو لپاره باید څوک وټاکل شي.
ولسمشر دغې ناستې ته وویل، مرکچي پلاوی باید شته واقعیتونو ته په کتو جوړ شي او په کار ده، چې د نظام او ولسواکۍ ضد څېرې د پلاوي ترکیب ته لار ونه مومي.
د نوموړي په وینا؛ باید دا هم ښکاره شي، چې د خبرو ډله به د افغانستان د نویو واقعیتونو پر بنسټ جوړیږي او له ښځو، ځوانانو او مدني مخکښانو به بشپړ استازیتوب کوي.
کوم نوملړونه، چې ډاګیز شوي ښیي؛ په پخلاینې عالي شورا کې اووه دېرش حکومتي او سیاسي څېرې شته او تر څنګ یې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو دوه ویشت کسیز پلاوی هم جوړ شوی، چې په کې د حکومت او سیاسي ګوندونو استازي برخه لري؛ خو ارګ وایي، چې دا نوملړ اوس هم وروستی شوی ندی.
ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به یو ځل بیا د مرکچي پلاوي په تړاو له حکومتي او سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي.
د قطر جوړیدونکې ناستې ته د ګډون کوونکي پلاوي غړی احمدالله علی زی وایي، چې که حکومت د قطر په ناسته کې ګډون ونکړي؛ کیدی شي، چې سیاسیون، ګوندونه او خلک هم د سولې په مشورتي لویه جرګه کې برخه وانخلي.
اجرائیه رییس په اردن کې د اقتصاد نړیوالې ناستې په څنډه کې ویلي، چې د پخلاینې عالي شورا به له طالبانو سره د پخلاینې پر ټولو اړخونو پرېکړه وکړي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې: د افغانستان د سولې بهیر په بحث کې یو لور ته طالبان، بلخوا وسلوالې ترهګرې ډلې او داعش ډله ده. طالبان له امریکا سره خبرو ته کیناستل او سلا مشورې روانې دي؛ خو تر اوسه له افغانانو سره خبرې ندي پیل شوي او له افغان دولت سره خبرې به د سولې خبرو د بهیر د پیل په معنا وي.
د ځینو څرګندونو له مخې؛ ټول منلی افغان پلاوی به له طالبانو سره د اپریل میاشتې په نیمایي کې د جګړې پر پای ته رسولو بحث او خبرې وکړي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ