Connect with us

تازه خبرونه

مسکو د م. م له تور نوملړه د طالبانو د ویستو غوښتنه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال وایي، مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او غواړي، چې ملګري ملتونه دا ډله له خپل تور نوملړ وباسي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د مسکو ناسته وارزول شوه؛ خو په دې ناسته کې د سولې بهیر په تړاو د مسکو او کابل ژور اختلافونه په ډاګه شول.

د روسیې سفارت مرستیال افغان حکومت ته د کابل حکومت خطاب کړی او د مسکو  د وروستۍ ناستې په تړاو یې د کابل په مخالفت سختې نیوکې کړې دي.

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال البرت خوریف ویلي؛ د کابل حکومت د دې پر ځای، چې د روسیې او امریکا سوله ییز نوښتونه په پام کې ونیسي؛ په لوی لاس ځان له دغو قضایاوو لیرې کوي، چې مونږ یې حیران کړي یو.   

داسې ښکاري، چې مسکو اوس له طالبانو سره ډېره خواخوږي لري.

البرت خوریف څرګنده کړې؛ مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او د دې وخت را رسیدلی، چې دا ډله د ملګرو ملتونو د سازمان له تور نوملړه ووځي.

روسیه دا راز چمتو ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه د طالبانو له ویستو وروسته دا ډله له خپل تور نوملړه هم وباسي؛ خو افغان حکومت د روسیې د وروستي دریځ په تړاو توند غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه د روسیې دې دریځ ته توند غبرګون وښود او له  هغه هېواد یې وغوښتل، چې د افغانستان حکومت ته نور د کابل حکومت خطاب ونکړي او د حکومت د حاکمیت اصل ته درناوی ولري.

باور کیږي، چې د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو کې هېوادونو دیپلوماتیکې پولې ماتې کړي.

سیاسي فعال وحید مژده وایي، چې د ابوطبۍ په څلورمه ناسته کې د قطر دولت یوه الوتکه پاکستان ته ولیږله؛ خو د پاکستان حکومت هغو کسانو ته، چې د قطر د دفتر غړي ندي اجازه ورنکړه.         

له طالبانو سره په چلند کې افغان حکومت او روسیه اوس پوره مخالفت لري. روسیه وایي، د مسکو وروستۍ ناستې په تړاو د ملي وحدت حکومت اعتراض حیران کړل؛ خو کابل وایي، اعتراض یې د دولت ملي حاکمیت حق ته په کتو شوی دی.

 

تازه خبرونه

امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نه‌غواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.

د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.

امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نه‌پاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.

د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!