تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي
ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي.
وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر افغان سوله غونډه وکړي او انګیرنې هم داسې دي، چې په دې غونډه کې به سعودي او عرب امارت ګډون ونلري.
سیاسي فعال نظر محمد مطمين وایي، چې راتلونکې ناسته د امریکا او طالبانو تر منځ تر سره کیږي او باوري یم، چې مثبته پایله به ولري.
که څه هم په جده کې د افغان سولې په اړه د غونډې نېټه نده ټاکل شوې؛ خو افغان حکومت د جدي غونډې ته د پلاوی لیږل پدې شرط منلي، چې له طالب استازیو سره د لیدو ضمانت ورکړ شي.
تر اوسه افغان دولت ته دغه ډول ضمانت ندی ورکړ شوی.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، که مونږ په دې ناسته کې ګډون هم وکړو؛ نو د افغانستان د سولې پر بهیر به خبرې کیږي یا دا، چې د دولت او طالبانو تر منځ نېغې خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې ترکیه به د روان کال د مارچ له ۳۱ وروسته د یوې درې اړخیزې ناستې کوبتوب وکړي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د طالبانو یوه پلاوي تهران سفر کړی و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سیدعباس عراقچي سره یې په افغانستان کې د سولې پر ټينګښت خبرې کړي، چې نوموړی د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۱۵) د افغان حکومت مشرانو ته د دغو خبرو د جزئیاتو ورکولو لپاره افغانستان ته راغی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د امریکا په ګډون، له روسیې، پاکستان، سعودي، ایران، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړي؛ خو تر اوسه یې د افغان حکومت له پلاوي سره له خبرو ډډه کړې ده.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ