تازه خبرونه
کرکت ملي لوبډله هېواد ته بریالۍ راستنه شوه
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو اتلولي پخپل نوم کړه او نن غرمه په داسې حال کې هېواد ته بریالي راستنه شول، چې د غواروي سیالیو جام اصغر ستانکزي په لاس کې نیولی و، د کابل له هوايي ډګر راووتل او د کرکت بورد او مینوالو لخوا له تود هرکلی سره مخ شول.
افغانستان کرکټ ملې لوبډله که څه هم د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوې سیاليو په پيل کې ښه ونه ځلېدله؛ خو په سوپر سيکس پړوا کي يې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړه او د غوراوې سياليو جام یې هم وګاټه.
افغان لوبغاړیو په دغو سیالیو کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه هم پخپل نوم کړل.
محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۰ ویکتې ترلاسه کړې او ۲۰۰۰ منډې یې جوړې کړې.
مجیب ځدراڼ، تر ټولو ځوان لوبغاړی شو او تر دې دمه یې ۳ ځلې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړيدي.
راشد خان د ۱۰۰ چټکو ویکتو اخیستلو نړیوال ریکارد پخپل نوم کړ.
لوبډلمشر اصغر ستانکزي، له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ځوانو لوبغاړیو په دې سیالیو کې ښې وړتیاوې وښودې او مونږ ټولو له دې سیالیو څخه خورا ښې تجربې ترلاسه کړې.
د یادونې وړه ده، چې په اپریل میاشت کې به ځینې افغان لوبغاړي د هند له تجارتي لیګ لوبې وکړي، چې له هغې وروسته به د جون پر ۱۴ خپله لومړۍ تاریخي تيست لوبه د هند ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نهغواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.
د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.
امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نهپاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.
د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.
تازه خبرونه
په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.
د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.
حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.
د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.
د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري3 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی3 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس