Connect with us

تازه خبرونه

یو طالب پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې دغه طالب پلاوی به چین ایران او د منځنۍ آسیا ځينو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

د طالبانو او امریکا اوږدې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې؛ نو، ځکه اوس طالبانو د امریکا له سیالانو سره د خبرو لپاره سفرونه پیل کړي دي.

راپورونه وايي؛ د قطر له دفتره درې کسیز طالب پلاوي مسکو ته رسیدلی، چې د افغانستان د سولې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

مسکو ته د رسیدلي طالب پلاوي غړي شېر محمد عباس ستانکزي رویترز ته ویلي، چې دا سفر له امریکا سره د خبرو د بیا پیلولو د هڅو برخه نده، بلکې دوی غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو په اړه د سیمې د هېوادونو نظرونه ترلاسه کړي.  

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، مونږ اوس هم د خبرو له لارې د سولې غوښتونکي یو. مونږ، چې هر کله هوکړې ته نږدې شوي یو؛ امریکايان پر شا شوي دي. دا درېیم ځل دی؛ دوه ځله یې د اوباما په واکمنۍ کې دا کار کړی دی. جګړه پر مونږ تپل شوې ده. که امریکا سوله نه غواړي، مونږ دفاع ته مجبور یو ان تر سل کلونو پورې.

راپورونه وايي، چې طالب پلاوی به له مسکو څخه چین، ایران او د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر ويلي؛ هیله لري، چې د طالبانو او امریکا په خبرو کې راغلی ځنډ لنډمهاله وي او تمه ده، چې د خبرو له بیا پیلیدو مخکې په افغانستان کې اوربند ټينګ شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي؛ نه پوهیږو، چې په خبرو کې راغلې  دمه دایمې او که لنډ مهالې ده؛ خو هیله لرو، چې رامنځته شوې دمه لنډ مهالې وي، ځکه افغانان سوله غواړي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د یوه ملت پر ضد جګړه کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر اسلام آباد بار نکړي.

عمرذان خان څرګنده کړې؛ امریکایان باید له افغانستان څخه ووځي، ترمپ هم غواړي دا کار وکړي او د وتلو پر وخت باید هر اړخیزه سیاسي هوکړه رامنځته شي.

په کابل کې هم باورونه داسې دي، چې طالبان غواړي د سیمې د هېوادونو ملاتړ خپل کړي او له امریکا سره بیا خبرې پیل کړي.

مسکو ته د تللي طالب پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي. روسي خبري رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پلاوی د افغانستان لپاره د روسیې له ځانکړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا وروسته د افغانستان حکومت هم تر ټاکنو پورې د سولې خبرې درولي دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!