Connect with us

تازه خبرونه

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان، سعودي عربستان او قطر له سفرونو وروسته بېرته کابل ته رارسیدلی او په ګلخانې ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله او دوه یم مرستیال دانش سره ولیدل.

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د شنبې پر ورځ( د تلې ۲۱) د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.  

په خبرپاڼه کې دا هم راغلې، چې زلمي خلیلزاد د ملي وحدت حکومت مشرانو ته د خپلو سفرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې څرګند کړ، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې په اړه هر راز همکارۍ ته چمتوالی لري.

په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ویلي؛ له هرې هغې هڅې ملاتړ او درناوی کوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ وال ستریت ژورنال د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې وه، چې زلمي خلیلزاد د قطر په دوحه کې د طالبانو له استازیو سره د سولې پر بهیر خبرې اترې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په رسمي بڼه د خلیلزاد د دې خبرو تائید ندی کړی؛ خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو څرګنده کړې، چې طالب استازیو د قطر په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د طالب استازیو په ترکیب کې د سیاسي دفتر رییس الحاج شېرمحمد عباس ستانکزي، د سیاسي دفتر مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړي شیخ  شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف، الحاج محمد زاهد احمدزي او ښاغلي محمد سهیل شاهین برخه اخیستې وه، چې د افغانستان لپاره یې د امریکا د ځانګړي ستازي داکتر زلمي خلیلزاد په مشرۍ له یوه پلاوي سره د روان میلادي کال د اکتوبر پر ۱۲نېټه، چې د تلې له ۲۰ سره برابره ده په دوحه کې وکتل؛ د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د مسئلې پر سوله ییزحل یې خبرې کړې دي.

خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې دواړو خواوو د سولې په اړه نه یوازې څرګندونې وکړې، بلکې د خبرو پر غزولو هم هوکړه شوې ده.

د یادونې ده، چې کابل ته په لومړي سفر کې زلمي خلیلزاد له حکومت او طالبانو غوښتي وه، چې د سولې خبرو د پیل لپاره خپل واک لرونکي استازي ور وپېژني؛ خو تر اوسه په دې تړاو حکومت پرېکړه نده کړې.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!