تازه خبرونه
تمه ده، چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه له ۴۸ ګړیو وروسته لاسلیک شي
ټاکل شوې، چې د دېرش هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په شتون کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له ۴۸ ګړیو وروسته لاسلیک شي.
د قطر پلازمېنه دوحه د طالب استازیو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک د مراسمو په درشل کې ده. د دې مراسمو له پیل مخکې په افغانستان کې د طالبانو له بنده د امریکایي پوهنتون خوشې شوی ښوونکی تیموتي ویکس دوحې ته رسیدلی او د افغان حکومت له بنده د خوشې شوي انس حقاني ورته هرکلی ویلی دی.
د پګواش موسسې پخوانی رییس خلیل ساپي ویلي: د هوکړې د لاسلیک دغو مراسمو ته د ۳۰ نړیوالو ټولنو استازي، بهرنیو چارو وزیران او له افغانستان څخه یو شمېر سیاسیون او ټولنیز مخکښان بلل شوي دي.
روسیې او پاکستان هم په دې مراسمو کې ګډون ته چمتووالی څرګند کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د پاکستان له همکاري پرته ناممکنه وه، چې دومره پرمختګ وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي: مونږ یوې نوې دریڅې ته ګورو؛ مونږ ته بلنه راکړ شوې، چې د فبروري پر نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په وروستي کیدو کې، چې اوس یوه منطقي پړاو ته رسیدلي، ګډون وکړو. زمونږ ګډون په کې د دې لپاره دی، چې را ته د خنډ په سترګه ونه کتل شي؛ ځکه د پاکستان له همکارۍ پرته ناشونې وه، چې دومره پرمختګ شوی وای. د دې بهیر پیل او پای له افغانانو سره تړاو لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ مایک پمپیو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د سولې خبرو د کوربتوب او په افغانستان کې د جګړې له کبله د قطر له همکارۍ مننه کړې ده.
طالبانو ویلي؛ په دې مراسمو کې افغان حکومت ته بلنه نده ورکړ شوې. افغان حکومت هم په دې اړه، چې آیا په دې مراسمو کې ګډون کوي او که نه؛ څه نه دي ویلي.
یوې سرچینې په ډاګه کړې، چې د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي کابل ته په سفر کې ځینې سیاسیون او مدني فعالان دغو مراسمو ته د ګډون په خاطر بللي دي.
ټاکل شوې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د شبنې پر ورځ د کب ۱۰ / د فبروري ۲۹ د قطر په دوحه کې لاسلیک شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ