تازه خبرونه
دیني عالمان دې په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي- مشرانو جرګه
مشرانو جرګه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پر غونډه غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پر خلاف فتوا صادره او دغه جګړه ناروا اعلان کړي.
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه د حل پر لارو او سولې ته د وسلوالو طالبانو پر را ماتولو خبرې کوي.
د مشرانو جرګې غړي د سعودي له غونډو تمه لري، چې په افغانستان کې به د جګړې پر اور سړې اوبه تویي کړي.
د مشرانو جرګې غړی عبدالباقي بریال وایي، چې د سعودي عربستان په جده کې د دیني عالمانو ناسته یوه لاسته راوړنه ده؛ د دوی ژمنې به له شک پرته اړینې وي. دغه ناسته مو د هېواد او خلکو په ګټه ده؛ د نړۍ او ګاونډ هېوادونو ونډه او همکاري له افغانستان سره یوه اړتیا ده.
د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د جګړې د اصلي عواملو په له منځه وړلو تمرکز وکړي.
د مشرانو جرګې یو بل غړي ګل احمد اعظمي په ډاګه کړې؛ د سعودي په ناستو کې باید د افغانستان پر اړوند ټولو موضوعاتو خبرې وشي، چې څنګه کیدی شي دغه هېواد له امنیته برخمن او په دې اړه رښتینې ژمنې نه یوازې افغانانو وړاندې، بلکې د پلي کیدو لپاره یې هم عملي ګامونه پورته شي.
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی د امریکایانو رښتینو هڅو ته هیله من ندی او وایي، چې حکومت باید له امریکایانو سره بشپړې او څرګندې خبرې وکړي؛ ځکه طالبان د پاکستان تر فرمان لاندې او پاکستان د امریکا تر هغې لاندې دی. اندېښنه هم همدا ده، چې امریکا له افغانستان سره رښتینې نده.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال د سعودي د غونډې له ګډونوالو غواړي؛ داسې شرعي فتوا دې ورکړي، چې له مخې یې د افغانستان جګړه نامشروع وبلل شي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، چې د جدې ناسته نه یوازې افغانستان ته یو طلایي فرصت دی، بلکې طالبان دې هم ترې ګټه پورته کړي. مونږ هیله من یو، چې د افغانستان په اړه ټول موضوعات تر پاملرنې لاندې ونیول شي او داسې شرعي فتوا دې ورکړي، چې د افغانستان جګړه نامشروع ده.
د مشرانو جرګې غړي پر نړیواله ټولنه او امریکا هم نیوکه کوي، چې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه بې پروا دي؛ نو، ځکه افغانانو ته د نړیوالې ټولنې او امریکا کړنې د پوښتنې وړ ګرزیدلې دي.
د یادونې وړ ده، چې نن د افغانستان په اړه د سعودي په جده کې غونډه ترسره کیدونکې ده او سبا به دغه د اسلامي نړۍ عالمان په مکه مکرمه کې هم پر اړوند موضوع خبرې کوي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ