Connect with us

تازه خبرونه

سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلامويږي- ټاکنو کمیسیون

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو څلیریشت ساعتونو کې د دې بنسټ د کارکړنو او د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو پرېکړې وشي. په داسې حال کې، چې تر اوسه د قرنطین شویو بایومتریکي دستګاوو د څېړنې او د معلوماتو بانک ته د اطلاعاتو د لېږد لړۍ نده بشپړه شوې.

ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي؛ خو د بایومتریک دستګاوو په څېړنه کې وخت ډېر ولګید او دا به ښایي سبب شي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله د شنبې پر ورځ اعلان نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وایي، تر شنبې( د تلې ۲۷) پورې به د ټاکنو د لومړنیو یا قسمۍ پایلو په اړه خپله پرېکړه اعلام کړو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانامحمد عبدالله ویلي؛ کله، چې د رایو وروستي معلومات مرکزي بانک ته پوره ولیږل شي؛ همهاله به د پاکو او ناپاکو رایو چاڼ هم پیل شي.           

وبه کتل شي، چې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو لومړنۍ پایلې مني او که په دې برخه کې د ډېرې څېړنې غوښته لري.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نواندیش وایي؛ مونږ د دې غوښتونکي یو، چې کارونه سم او راڼه تر سره شي.           

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې غړی عبدالقادر هوتخېل  ویلي، چې کارونه ډېر ښه روان دي او مونږ ترې راضي یو.  

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکی شېرآقا روحاني وایي، چې د بېړنۍ ناسمې پایلې له اعلامولو به د سمې پایلې اعلان غوره وي؛ که څه هم ناوخته اعلام شي.       

د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون په بېلابېلو برخو کې  کاري بهیر له ناندریو تش ندی.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!