Connect with us

تازه خبرونه

د مولانا سیمع الحق په وژل کیدو به جهاد ډېر ځواکمن شي- مولانا طاهر اشرفي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د عالمانو شورا رییس وایي، د مولانا سیمع الحق په وژل کیدو به د ده په ټکو جهاد ډېر ځواکمن شي.

د طالبانو معنوي پلار مولانا سیمع الحق د جمعې پر ورځ ووژل شو. نوموړی د طالبانو معنوي پلار یادیږي، چې د پاکستان حکومت یې وژنه یوه ستره ضایعه بولي.

طالبانو هم د نوموړي ترور غندلی دی.

مولانا سیمع الحق په څرګنده د طالبانو جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه او ملاتړ یې ترې کاوه.

په افغانستان او پاکستان کې د سیمع الحق د وژنې پېښې ته ډول ډول غبرګونونه ښکار شوي دي.

د سیمع الحق وژنې ته د پاکستانيو عالمانو د شورا رییس غبرګون ډېر توند او احساساتي دی.

د پاکستان د عالمانو شورا رییس مولانا طاهر اشرفي په یوه احساساتي او ژړغونې وینا  کې وویل: که څوک وایي، چې د مولانا سیمع الحق له وژل کیدو سره به په افغانستان کې جهاد پای ته ورسیږي، تېروتنه کوي. په الله سوګند، چې په افغانستان کې به جهاد د مولانا سیمع الحق له وژل کیدو سره تر دې بریده پیاوړی شي، چې هیڅ باطل به پاتې نشي.

د مولانا سیمع الحق زوی هم ویلي، چې پلار یې نیواک ګرو وژلی دی.

د مولانا سیمع الحق زوی حمید الحق وایي: دا د نیواک ګرو کار دی؛ دا د هغو کسانو کار دی، چې په افغانستان کې جهاد نه خوښوي، په کشمیر کې جهاد نه خوښوي، دوی هغه کسان وژني، چې غواړي امن ټینګ کړي.

د مولانا سیمع الحق په وژل کیدو سره د افغانستان په ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه ښکاره شوي دي.

په افغانستان کې د سیاسي شنونکیو باور دا دی، چې طالبانو کلیدي کس له لاسه ورکړ.

سیاسي شنوونکی احمد سعیدي وایي: د سمیع الحق په وژل کیدو طالبانو خپل کلیدي کس له لاسه ورکړ؛ خو د پاکستان اسخبارات د دې ځواک لري، چې نوموړي ته ورته لس نور کسان رامنځته کړي او د جګړې اور بل وساتي.        

سمیع الحق په افغانستان کې د زیاترو خلکو په منځ کې بد نوم لري؛ یو دلیل یې هم دا دی، چې سمیع الحق د طالبانو جګړه جهاد نوموله او ملاتړ یې ترې کاوه.

سیاسي شنوونکی عمر صدر وایي، چې: د سمیع الحق وژل کیدل به د افغانستان د سولې او جګړې پر بهیر کومه اغېزه ونلري.      

د ولسي جرګې غړې آرین یون وایي: پاکستان د خپل هېواد د ګټو لپاره مولانا سمیع الحق وکاروه او په پای کې یې د یوې سوځیدلې پرزې په توګه له مخې لیرې کړ.             

د راپورونو له مخې؛ د طالبانو ډېري مشران د مولانا سیمع الحق په دیني مدرسه کې زدکړې کړي او هغه په طالبانو کې ډېر نفوذ درلود. ښایي له همدې کبله وه، چې د کابل او واشنګتن چارواکي په دې وروستیو کې له هغه سره په اړیکه کې ول او غوښتنه یې ترې کوله، چې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

د سیمع الحق د وژنې اصلي انګیزه تر دې دمه روښانه نده؛ خو د پاکستان لومړي وزیر، چې چین ته سفر کړی، د دغې پېښې پر جدي څېړنه یې ټینګار کړی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!