تازه خبرونه
د ولسي جرګې غړو په هېواد کې په متوازن ډول د پروژو په نه تطبیق اندیښنه وښوده
د ولسي جرګې غړو د لاسلیکونو په را ټولولولو سره د راتلونکي کال په بودجه کې د غور لپاره د پراختیایی پروژو په برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه.
دوي چې شمېر یې یوسلو دیرشو تنو ته رسیږي وایی، که حکومت یې غوښتنې له پامه وغورځوي، د راتلونکي مالي کال بودجه به رد کړي.
په همدې حال کې د مالیې وزیر د راتلونکي زیږدیز کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته معرفي کړ.
د ولسي جرګې غړو د ۱۳۰ لاسلیکونو په ټولولو سره په هېواد کې په متوازن ډول د پروژو په نه تطبیق اندیښنه وښوده او ویې ویل که حکومت د غور ستونزو ته رسیدګي ونه کړي، د ملي بودجې سند به رد کړي.
غلام فاروق مجروح، د هرات د خلکو استازي و وېل: «د ولسي جرګې ۱۳۰ تنو لاسلیک کړی چې که د غور ولایت ته چي یو له هغو ولایتو څخه ده چې د پرمختیا په هکله له پامه ولیدلی دی پام ونه شي او د دې ولایت دا انکشافي ستونزه حل نه شي؛ نو دوی به د ملي بودجې سند رد کاندي او د اعتراض په توګه به غونډه ترک کړي»
همداراز په ولسي جرګه کې د غور ولایت د خلکو استازي کرام الدین رضا زاده، و وېل: « د اساسي قانون د شپږمې مادې په اساس د متوازین انکشاف پر بنا په بودیجوي سند کې دا په پام کې نه ده نیولې شوې او له پامه غورځېدلي ولایات تر اوسه هم د پروژو له عملي کېدو څخه بې برخې دي »
بلخوا د مالیې وزیر د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه چې درې سوه یوشپیته میلیارد افغانۍ کیږي، ولسي جرګې ته معرفي کړه.
د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي و وېل: «د 1397 کال مالي کال په بودیجه کې مو ځانګړي اصلاحات په نظر کې نیولي چې له دې سره به متوازنه وده او لومړنيو انکشافاتو ته وړ ګټه ورسي او ټول به متوازن ډول ترې برخمند شي»
د راتلونکي مالي کال بودجه په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کیږي چې تېر کال د کابینې اووه وزیران وروسته له دې سلب صلاحیت شول چې و یې نه کړای شول د پراختیایی بودجې زیاته برخه ولګوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ