تازه خبرونه
د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر دوه یم ځل ځنډ اندېښنې راپورته شوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو پر دوه یم ځل ځنډ اندېښنه وښوده؛ خو څرګندوي: هڅې روانې دي، چې د لړم پر ۲۳ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته دوه ورځې پاتې دي؛ خو تر اوسه د رایو بیا شمېرنه په شل ولایتونو کې روانه ده او یوازې د غور په ولایت کې دا بهیر بشپړ شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانی وايي، چې په ۱۴ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه د ځینو نوماندانو د مخالفتونو له امله نده پیل شوي.
پروان، پنجشیر، تخار، بدخشان بغلان سمنګان، بلخ، جوزجان فاریاب، سرپل غزني او کندوز هغه ولایتونه دي، چې د ځینو ټاکنیزو ډلو د مخالفتونو له کبله د رایو بیا شمېرنه په کې دریدلې؛ خو په دایکندي او غور ولایتونو کې د بیا شمېرنې بهیر له لنډ ځنډ وروسته له سره پيل شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ ویلي، چې کمیسیون هڅه کوي، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر ټاکلي وخت اعلام کړي؛ خو ډېر خنډونه یې مخنیوي ته رامنځته شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغو ټاکنیزو ډلو ته، چې د بیا شمېرني بهیر يې درولی وايي، چې کمیسیون دې نه مجبوروي، چې د لومړنیو پایلو پر بیا ځنډ بښنه وغواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو شنونکيو ویلي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د لومړنیو پایلو ځنډ د اندېښنې وړ دی.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه ټینګار کوي، چې فقط بایومتریکي رايي شمېري؛ خو ځينې ټاکنیزې ډلې په دې باور دي، چې کمیسیون غواړي په دې بهیر کې تورو بې بایومتریک رايو ته اعتبار ور وبخښي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو ویلي، که د ټاکنو خپلواک کمیسېون کړنې د قانون پر بنسټ نه وي؛ هېواد به له لوی کړکېچ سره مخ شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ