تازه خبرونه
د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی- بهرني کمیشنران
د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرني کمیشنران وایي، چې د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی.
په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د کورنیو کمیشنرانو تر څنګ دوه بهرني کمیشنران هم شته، چې دوی په دې بنسټ کې د مشاورینو په توګه کارکوي او چارې هم څاري.
یوه کمېشنره، چې په بلغاریا کې د کار تجربه لري؛ سپارښتنه کوي، چې ټاکنیز بنسټونه باید له هیڅ کاري فشار پرته خپلې چارې وغزوي.
دوی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي، چې د هر ډول نامناسبو کړنو پر وړاندې زړور وي او د قانون له مخې خپلې پرېکړې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو مدیریت ستونزمن بولي؛ خو ډاډ وړکوي، چې د کار پایلې به یې د تلې پر شپږمه څرګندې شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرنۍ کمېشنره ایویلن روبنسن وایي؛ په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې هم هغه اندېښنه شته، چې په ټول افغانستان کې ده. د بېلګې په توګه د قانون تر پښو لاندې کول او د ځینو ګوندونو، ډلو او ټاکنیزو شریکانو ناسمې کړنې. زما مشوره کمیسیون ته داده، چې زړور ووسي او د قانون له مخې خپل کار تر سره کړي.
د هرې ورځې په تېریدو ټاکنیز بنسټونه په ځانګړي توګه په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې چارې سختیږي؛ د کمیشنرانو خپلمنځي اختلافونه، د حکومت مداخلې او د ټاکنیزو بنسټونو تر منځ په چارو کې نه همغږي مهمې ستونزې او ننګونې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنره رحیمه عظیمي وایي، چې د ټاکنو مدیریت ساده مدیریت ندی؛ خو مونږ د ښه مدیریت لپاره خپلې هڅې کوو او د دغو فڅو پایله به د تلې پر شپږمه ووینو او خلک به بیا همغه وخت خپله پرېکړه وکړي.
ځینې ټاکنیز کارپوهان پر ټاکنیزو بنسټونو د خلکو بې باوري لویه ستونزه بولي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي ویلي، چې خلک پر ټاکنیزو بنسټونو بې باوره شوي دي او دلیل یې هم د ټاکنیزو او حکومتي بنسټونو د هغو ژمنو نه پلي کیدل دي، چې په پیل کې یې خلکو ته وړاندې کوي.
له درې میاشتو څخه لږ وخت ټاکنو ته پاتې دی. د ولسمشرۍ دا ټاکنې ډېرې جنجالي؛ ځکه دي، چې د سولې بهیر اوس له اتلس کلونو وروسته ډاډمن حالت خپل کړی؛ خو د افغانستان تېرو ټاکنو ته په کتو خلک ډېر ډاډه ندي، چې دا احتمالي ټاکنې به هم ښې وي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ