Connect with us

تازه خبرونه

د خلکو استازي بریالي نشول، چې د رییس مرستیالان او منشیان وټاکي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ولسې جرګه کې د خلکو استازي د دوه یمې ورځې لپاره هم بریالي نشول، چې د رییس مرستیالان او منشیان وټاکي.

د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې د دوه یمې ورځې لپاره هم ترسره شوې او اداري پلاوې بې برخلیکه پاتې شو. د لومړی مرستیالۍ څوکۍ ته نجیب الله ناصر او عالم ساعي د دوه یم مرستیال څوکۍ ته غلام حسین ناصري او همایون شهیدزاده، د منشي څوکۍ ته اسدالله شهباز او سید عظیم کبرزاني، د نایب منشي څوکۍ ته عرفان الله عرفان او فریده حمیدي ځانونه نوماند کړي وه.

یو شمېر وکیلان یې عامل د سپینو او باطلو رایو کارونه ګڼي او وایي؛ په لوی لاس داسې کیږي، چې اداري پلاوی بشپړنشي.

د ریاست  لومړي مرستیالۍ ته نوماند محمد عالم ساعي وایي؛ له تاسو هر یوه، چې له رایو مو برخمن کړی یم مننه کوم؛ خو له هغو پرته، چې اهلیت یې په پام کې ندی نیولی او خپلو خېټو خولي دي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي ټینګار کوي، چې ادارې پلاوی د رښتینو دندو تر سره کولو ته اړ دی.

د ریاست دوه یم مرستیالۍ ته نوماند همایون شهید زاده  وايي؛ د اداري پلاوي څوکۍ د خلکو د غوښتنو ساتونکې ده او مسوولین یې باید د چوپړ تر سره کوونکي وي.             

د غونډې نصاب ۲۳۶ استازي وه او ۱۱۲۹ رایې، چې پنځوس جمع یوه رایه ښیي؛ خو هیڅ یو نوماند هم ونکړای شول، چې اکثریت رایې ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا وایي، چې د درېیمې ورځې لپاره به دا څلور پوستونه د نویو نوماندانو سیالیو ته وړاندې شي. نوي نوماندان دې لنډمهالي پلاوي ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د رییس د مرستیالانو او منشیانو لپاره ټاکنې د درېیمې ورځې لپاره ترسره شي او نوي نوماندان دې د دغو څوکیو د ترلاسه کولو لپآره د سیالۍ ډګر ته راووځي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!