Connect with us

تازه خبرونه

د جګړې په ډګر کې بې پروایي د منلو نه ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومندان ولسمشر غني د ملي، امنیتي او دفاعي سرتېرو ملي ورځ نمانځغونډې ته وویل: په داسې حال کې، چې سولې ته هیله ‌من یو؛ خو د جګړې په ډګر کې بې پروایي د منلو نه ده او باید له دښمنانو سره د مبارزې لپاره لازم چمتوالی ولرو.

د افغانستان ولسمشر او د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومندان ټینګار کوي، چې سوله او جګړه دواړه د سیمې له امنیت سره مستقیمه اړیکه لري او وایي: ګډ خطرونه افغانستان او بیا تاسې ګواښي؛ داخلي سوله به راشي، خو دا مو د مبارزې پای نه دی.

اجرائیه رییس په دې باور دی، چې طالبانو ته د سولې پیغام د مسوولیتونو د کمیدو معنا نلري.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي،  د سولې پیام د خلکو غوښتنه وه او هغه ورکړ شو، چې مونږ سوله غواړو او حاضر یو، چې د سولې خبرې وکړو. دا پیام ستاسو چمتوالی د افغانستان په ساتنه کې نه راکموي.        

د ملي دفاع وزیر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو تر څنګ د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، د اصلاحاتو مشري او د جګړې مدیریت زمونږ غوره پروګرامونه دي؛ خو مونږ له وسلوالو مخالفانو سره د جګړې پر هڅو ډېر ټینګار کوو.       

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، زمونږ جګړه مشروع او شرعي ده او له خپلې خاورې ساتنه کوو.      

د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، مونږ په افغانستان کې جګړې ته اړ شوي یو. مونږ د جنګ لپاره جنګ نکوو، مونږ د سولې لپاره جنګیږو او یوه ورځ به دې سولې ته ورسیږو.   

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي ته د ډګر جنرالۍ له رتبې څخه ستر جنرالۍ ته ترفیع ورکړ شوه او همدارنګه د کب د نهمې په مناسبت د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته د امنیت په ټینګښت کې د هغوی د هڅو د درناوي په خاطر دولتي مدالونه، نښانونه، ستاینلیکونه او نقدي مرستې ډالۍ شوې.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!