Connect with us

تازه خبرونه

د امنیتي چارو په درشل کې، ۱۳۹۸ څرنګه یو کال و؟

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۳۹۸)

افغانستان کې کال ۱۳۹۸ د جګړې ښکیلو خواوو د لومړي ځل لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کیښوده. د آریانا نیوز د راپورونو له مخې، د دغه کال په درشل کې د حکومت د مخالفیونو، په ځانګړې توګه وسلوالو طالبانو او داعش، په افغانستان کې لږترلږ ۲۰ خونړي بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې سلګونو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې.

افغان حکومت وايي چې دغه کال د طالبانو او داعش لپاره بد کال و، ځکه چې د هغوی د ځپلو لپاره په زرګونو عملیات ترسره شول.

په کال ۱۳۹۸ کې خونړي بریدونه، په لاندې ډول ویشل کیږي:

د حمل په لومړۍ په کابل کې د نوروز پر میله درې پرلپسې چاودنې وشوي؛ وژل شوي ۶، ټپیان ۲۳، مسولیت ناڅرګند.

د وري په دریمه په لښکرګاه کې د نوروز پر میله کې دوې چاودنې وشوي؛ وژل شوي ۳، تپیان ۳۱، مسوولیت طالبانو په غړه واخیست.

د وري په ۱۷مه په جلال آباد کې دوې چاونې وشوي؛ وژل شوي ۳، ټپیان ۲۰، مسولیت نا څرګند.

د غويي په ۱۸مه په کاونټرپارټ موسسه برید ترسره شو؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۲۰، مسولیت طالبان ومانه.

د غبرګولي په ۹مه د مارشال محمد قسیم پوهنتون ترڅیرمه ځانمرګی برید وشو؛ وژل شوي ۶، ټپیان ۱۶، مسولیت د داعش ډلې ومانه.

د غبرګولي په ۱۰مه د کابل په نهمه حوزه کې موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۴، ټپیان  ۷، مسولیت طالبانو پرغاړه واخیست.

 د غبرګولي په ۲۳مه په جلال آباد کې د پولیسو پر یو موټر ځانمرګی  برید وشو؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۱۲، مسولیت نا څرګند.

د چنګاښ په ۸مه د کندهار په معروف ولسوالۍ برید تر سره شو؛ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اته کسان ووژل شول  او مسولیت طالبانو ومانه.

د چنګاښ په ۱۰مه د کابل په شپاړسمه حوزه کې برید وشو؛ وژل شوي ۴، ټپیان لسګونه چې یوپنځوس یې ماشومان و ټپیان شول، مسوولیت طالبانو پرغاړه واخیست.

د چنګاښ په ۱۶مه په غزني کې موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۱۲، ټپیان ۱۷۹، مسولیت طالبانو منلې.

د چنګاښ په ۲۴مه د کندهار خاکریز پر لاره د ماین چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۹، ټپیان ۲۰، مسولیت ناڅرګند.

د چنګاښ په ۲۸مه د کابل پوهنتون مخې ته ځانمرګی برید ترسره شو؛ وژل شوي ۸، ټپیان ۳۳، مسولیت داعش ډلې منلې.

د زمري په ۳مه د کانونو وزارت پر یو موټر چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۱۱، ټپیان ۴۵، مسولیت طالبانو په غاړه واخیست.

د زمري په ۴مه د دایکندي په کجران ولسوالۍ برید وشو؛ وژل شوي ۱۰ پولیس، ټپیان ۷، مسولیت طالبانو منلې.

د زمري په ۵مه د غزني په آبند ولسوالۍ موټر بم برید شو؛ وژل شوي ۴ پولیس، ټپیان ۱۱ پولیس او ۸ ولسي وګړي، مسولیت طالبانو ومانه.

د زمري په ۶مه په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر ډله ئیز برید ترسره شو؛ وژل شوي ۳۰، ټپیان ۵۰، مسولیت ناڅرګند.

د زمري په نهمه د کندهار-هرات پر لوی لاره د ماین چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۳۴ ولسي وګړي، ټپیان ۱۷، مسولیت ناڅرګند.

د زمري په ۲۲مه وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې چاودنه وشوه؛ وژل شوي ۵ ملکي وګړي، ټپیان ۳، مسولیت ناڅرګند.

د زمري په ۱۶مه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه موټر بم برید ترسره شو؛ وژل شوي ۱۸، ټپیان ۱۴۵، مسولیت طالبانو پرغاړه واخیست.

د زمري په ۲۷مه د کابل په لویدیځ کې د ودونو په تالار کې ځانمرګی برید شو؛ وژل شوي ۶۳، ټپیان ۱۸۲، مسولیت داعش  ومانه.

د کابل په مکروریانو کې ځانمرګی برید وشو؛ وژل شوي ملکیان: وژل شوي ۱۰ عام وګړي او ۲ بهرني سرتیري، ټپیان ۴۲، مسولیت طالبانو منلې.

له بلې خوا، د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې په دغه کال کې یوازې پولیسو د وسلوالو مخالفینو پر ضد دوه زره او پنځه سوه عملیات ترسره کړي. که څه هم د افغان پولیسو تلفات پټ ساتل کیږي، خو تیر کال د دوی لپاره هم خونړۍ بلل شوې دې.

طارق آرین، د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې امنیتي قوا وتوانیدل چې ډیر ځایونه د طالبانو له ولکې څخه راخلاص کړي.

دغه کال کې یو شمیر ولسوالۍ د جګړو پرمهال د افغان پوځ او وسلوالو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې، خو د ملي دفاع وزارت وايي چې څوارلس ولسوالې یې له طالبانو څخه بیرته نیولي دي.

فواد امان، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند هم وایي چې یاد کال د طالبانو لپاره یو بد کال و.

د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه هم له بوږنوونکو ملکي تلفاتو سره مل و. د دغو بریدونو دوام په ولسمشر غني هم نیوکې ډيرې کړې. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په دغه کال کې په ټولیزه توګه یوولسو زرو ملکیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

شیر محمد کریمي، پخوانې لوی درستیز، وایي : “امنیتی ځواکونه باید له سیاسي مسایلو څخه لیرې ساتل شوي و”.

ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ختیځ کې یې داعش ته ماته ورکړې – دغه راز د سولې خبرې تودې شوې، جګړه یو څه سړه شوه او د لومړي ځل لپاره، ښکیلو لوریو په اووه ورځني اورکم، سلا وکړه. د آریانا نیوز موندنې ښيي چې د اورکم په دوران کې میلیونونه افغانۍ د افغان پوځ له مصارفو سپما شوې.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!