تازه خبرونه
د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني ومړ
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳) له اوږدې ناروغۍ ومړ او په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو چارو وزیر او د رهبري شورا غړی و.
نوموړي د شوروي اتحاد په وړاندې په اتیاومه میلادي لسیزه کې د جهاد تکړه قومندان و.
نوموړی د مرحوم مولوي خالص د جهادي تنظیم غړی و، بیا یې د تنظیمي جګړو پر ضد د طالبانو د تحریک ملاتړ وکړ.
جلال الدین حقاني په ۱۹۳۹ میلادي کال زیږیدلی او په دې وروستیو کلونو کې د زیات عمر او ناروغیو له کبله د سیاسي او جهادي ډګر څخه ګوښه شوی و.؛ خو د امریکا پر ضد د جګړې او مبارزې له کلکو ملاتړیو څخه بلل کیده.
اجرائیه رییس عبدالله وایي، چې په دې وروستیو کې نوموړي هڅې نه درلودې او زه فکر کوم، چې د حقاني د مړینې خبر د جګړې پر ډګر اغېز نه کوي.
پوځي کارپوه جاوید کوهستانی هم په دې باور دی، چې د حقاني مړینه د هېواد پر امنیتي وضعیت هیڅ اغېز نکوي. حقاني له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا یوازې تبلیغاتي دنده تر سره کوله.
سیاسي کارپوه شیوای شرق وایي، جلال الدین حقاني کلونه مخکې مړ شوی او د پاکستان استخباراتي سازمان دغه خبر د طالبانو له آدرسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاملرنې د جلبولو لپاره خپور کړی دی.
سیاسي فعال اجمل بلوچزاده وایي، جلال الدین حقاني په وروستیو کلونو کې رول نه درلود او زوی یې سراج الدین حقاني دغه شبکه رهبري کوله.
ملي دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حقاني شبکه په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو خلاف جنګیږي.
د نوموړي مشر زوی سراج الدین حقاني اوسمهال د طالبانو د مشر مرستیال دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ