تازه خبرونه
د امریکا او طالبانو خبرې به له اوربند پرته پایلې ونلري- صدیق صدیقي
ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه خبرې روانې دي؛ خو تراوسه یې د اوربند او یا هم تاوتریخوالي د کمښت په اړه کوم پرمختګ ندی کړي.
طالبان، امریکا، اروپایي ټولنه او د ملګرو ملتونو سازمان د تاوتریخوالي پر کمښت سلا شوي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي کمښت بې معنا بولي او غواړي، چې طالبان سراسري اوربند اعلان کړي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د شنبې پر ورځ / د مرغومې پر ۲۸ له غرمې وروسته په کابل کې د یوې خبري ناستې د پوښتنې ځواب ته، چې ولې د تاوتریخوالي کمښت ته غاړه نه ږدي او اوربند یې سره کرښه ټاکلې په ډاګه کړه: ترمپ او ولسمشر غني د اوربند په اړه هوکړې ته رسیدلي وه او طالبان هم باید د اوربند له طرحې سره قطر ته رسیدلي وي.
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د اوربند او تاوتریخوالي د کمښت مطلق ټینګار د سولې خبرو ته زیان رسوونکی نوموي او وایي؛ د سولې خبرو د پرمختګ او بندون ماتولو لپاره پر اوربند د حکومت ټينګار سم کار دی؛ خو د خبرو لپاره باید یوه لاره پرانستې وي او خبرې باید ونه ځنډیږي.
اجرائیه ریاست هم له ارګ سره په یوه خوله ندی او د سولې په خبرو کې پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي کمښت غواړي.
یو شمېر سیاستوال باوري دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دریځ او شرط به د سولې بهیر له ننګونو سره مخ کړي.
د افغانستان د نوي بنسټ ګوند رییس احمدالله علي زي ویلي؛ ګاونډ هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر سوله کولو هوکړه کړې او حکومت باید د ټولو پر وړاندې ونه دریږي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ له ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه له حکومته غوښتي، چې په سوله ییز بهیر کې ډېر نرمښت وښيي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ مشر فدا محمد الفت صالح څرګنده کړې؛ زه ډاډه یم، چې د خبرو له پرمختګ سره به یو اړخ له خپل ټینګاره تېر شي او څه، چې غواړو ور وبه رسیږو.
دغو رامنځته شویو اختلافونو ته په کتو که د سولې د ټینګښت لپاره دغه فرصتونه له لاسه ووځي، بیا به له څه پایلو سره مخ شو؟
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ غړی خان آغا رضایي یې په اړه داسې ځواب ورکوي: که د سولې خبرې بې پایلې پاتې شي، مونږ به په راتلونکي کال کې د ښارونو د له لاسه وتلو لیدونکي وو او ناامني به هم ور سره ډېره شي.
د امریکا او طالبانو د سولې روانو خبرو د افغانستان د شخړې لپاره یوه ښه زمینه برابره کړې؛ خو د دغه بهیر له پیله تر دې دمه د کابل او واشنګتن تر منځ د دغه بهیر پر ځینو برخو ناندرې روانې ساتل شوي او ان اختلافاتو ته هم لمن وهل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په دوحه کې د امریکا استازیو ته سپارلې او د سولې هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو ته چمتووالی روان دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ