Connect with us

تازه خبرونه

د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورمې برخې د جوړولو  تړون نن پنجشنبه د ( لیندۍ۲۱) له یوې قزاقستاني کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د غه تړون د ولسمشر غني په شتوالي کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس یما شمس او د قزاقستان (INKON KZ) شرکت له مسوولینو سره لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت ویلي، چې د خواف ـ هرات د لومړي فاز د څلورمې برخې د اوسپنې پټلۍ ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د دې ولایت له غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو تېریږي.

د ترانسپورت وزیر یما یاري ویلي؛ پر پروژې اته پنځوس اعشاریه پېنځه میلیون دالر لګښت راځي؛ پلی کوونکی یې د افغانستان حکومت دی، مالي ملاتړ یې ایتالیاکوي او په ۱۶ میاشتو کې بشپړیږي.

د ترانسپورت وزیر زیاته کړې، د دې پروژې له بشپړیدو سره به پېنځه کاله وروسته نږدې شپږ نیم میلیون ټنه بار د ایران او افغانستان تر منځ له دې لارې ولیږدول شي، چې نږدې څلور شپیته میلیون دالر عاید ترې په لاس راځي.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې دوه برخې د ایران له خوافه د شمتیغ تر پولې د ۷۶ کیلومترو په کچه مخکې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي او د درېیمې برخې کار یې د شمتیغ له پولې څخه تر غوریان ولسوالۍ، چې ۶۲ کیلو متره کیږي؛ ۹۵ په سلو کې بشپړ شوی دی.

په کابل کې د قزاقستان سفیر حلیم خان یسین ګیلدیوف هم ژمنه کوي؛ دا پروژه به پخپل وخت سره بشپړه شي او وایي: کوم شرکت، چې دا پټلۍ جوړوي د قزاقستان په داخل او منځني ختیځ کې یو له غوره شرکتونو څخه دی. زه پخپل وار تاسې ته ژمنه درکوم هغهه ځواک، چې دا شرکت لري، تړون به په خپل وخت بشپړ کړي.

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ، چې د افغانستان او ایران تر منځ تر ټولو ستره پروژه ده؛ افغانستان د ایران له لارې د اروپا له بازارونو سره نښلوي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!