تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان سوله د سیمې اړتیا ده- ولسمشر غني
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله د سیمې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا بولي.
افغانستان په داسې حال کې د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې د سفر له کاروان سره یو ځای شوی، چې تر اوسه پورې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې کوي.
ولسمشر غني په نیویارکې ایشیا سوسایتي ټولنې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د سولې لومړی بنسټ له پاکستان سره سوله ده؛ خو تر اوسه په دې لار کې شویو هڅو پایله نه ده ورکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړې؛ مونږ ته سوله د دوه ګوني بهیر معنا لري؛ لومړی او له ټولو مهم د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ سوله ده، چې دغه سوله د سویلي او مرکزي آسیا د ثبات او هوساینې لپاره مهمه ده. مونږ په دې لار کې ګام پورته کړی؛ خو مونږ له بده مرغه رغنده ځواب نه دی اخیستی او پر ځای یې مونږ باید وجنګیږو.
د پاکستان لومړي وزیر په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو څېړنیزې شورا ته د خپل هېواد سوله د افغانستان له سولې سره غوټه کوي.
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړې، چې هیڅوک له پاکستان ډېره په افغانستان کې سوله نه غواړي. دا خبره، چې د افغانستان د حکومت د وسلوالو مخالفینو پټنځایونه په پاکستان کې دي، سمه نه ده. مونږ په خپله خاوره کې دښمن ته ماتې ورکړې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي. په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره د سولې په معنا ده. مونږ په پریکنده ډول باور لرو، چې جګړه د افغانستان لپاره د حل لار نه ده.
ولسمشر غني د هغه فرصت خبره راپورته کوي، چې په وینا یې پاکستان ترې کولی شي، ګټه واخلي.
ولسمشر غني وایي؛ د پاکستان مشرانو ته یو بې ساری فرصت دی، چې د تېر میراث په اړه او له تېرو کړنو څخه د لیرې کیدو پر ارادې او پرې د بري له لارې، له مونږ سره خبرې اترې وکړي. د سویلي آسیا د راتلونکي خوندیتوب ډېر مهم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر نوې تګلار د ترهګرو د پټنځایونو په تړاو څرګندې نغوتې(اشارې) لري؛ خو د پاکستان لومړی وزیر وایي، له واشنګتن سره د اسلام آباد اړیکه اویا کلنه ده او نه شي کیدای د افغانستان په ذریعه مشخصه شي.
ښاغلي شاهد خاقان عباسي ویلي، له امریکا سره زمونږ اړیکه اویا کلنه مخینه لري؛ داسې اړیکه نه ده، چې یوازې د افغانستان پر جګړه تعریف شي. مونږ له امریکا سره د همکاریو اراده لرو، چې په سیمه کې ترهګري ماته کړو. په افغانستان کې سوله او په سیمه کې ثبات راوړو. مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا همکار پاتې کیږو.
که څه هم د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا غوښتنه کړې وه؛ خو د پاکستان لومړی وزیر وایي، اسلام آباد په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ سیاسي او پوځي رول نه ویني.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ