Connect with us

تازه خبرونه

د خوست لرغونې او تاریخي سیمې بې پاملرنې پاتې دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

خوست یو شمېر  داسې سیمې لري، چې ډېرې لرغونې دي؛ خو تر اوسه په لرغونو آثارو کې ندي شاملې شوي او د ساتنې لپاره یې هیڅ راز هڅه هم نه ده شوې.

د خوست مدني فعال پیر خان غواړي؛ دولت دې په خوست کې لرغونې سیمې او ځایونه سروې او د ساتنې او بیا رغونې لپآره دې هڅې وکړي.

د دغو تاریخو ځایونو یو هم د غازي ببرک خان ځدراڼ کلا ده، چې نږدې یو سل و پنځوس کاله وړاندې د امیر عبدالرحمن خان په حکم جوړه شوې؛ خو د نه پاملرنې له امله اوس ویجاړه او پر یوه کنډوله بدله شوې ده.

د غازي ببرک خان لمسی انورخان ببرکزی وایي، دغه کلا امیرعبدالرحمن خان ببرک خان غازي ته جوړه کړې وه او له همدې ځایه له انګریزانو څخه د خپلواکۍ جګړه هم ګټل شوې ده.         

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد امین شاه الفت وایي، په دې ولایت کې د لرغونو ځایونو د معلومولو او د هغې د ساتنې لپاره د اړوند وزارت یو مسلکي ډلې خوست ته سفر کړی او هیله من یو، چې وزارت به په نږدې راتلوونکي کې پر کار پیل وکړي.  

په خوست ولایت کې د حسن کوټ ګمبده، کلا منار، کاروان سرای، ایسار غونډۍ، ببرک خان کلا، خواجه متون تپه، تخته بیکه، نادرشاه کوټ ولسوالي، ببرک تاڼه او یو شمېر نورهغه لرغونې ځایونه دي، چې تاریخي مخینه یې له پېړیو اوړي او د مسوولانو په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي کسانو له لورې یې څېړنه هم شوې ده. 

خبریال: فریدالله ظاهر

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!