Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه دې امریکا سیمه ییزو هڅو ته ډېر پام وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله د امریکا له ولسمشره غواړي، چې د افغانستان په اړه دې په نوې تګلاره کې سیمه ییزو هڅو ته ډېر پام وکړي.

د افغانستان جګړه، چې تر ټولو پیچلي پړاو ته ننوتې؛ په کور د ننه یې هم چارواکي د امریکا د نوې ستراتیژۍ اعلان ته سترګې په لاره کړي. په امریکا کې د افغانستان د جګړې په اړه د چارواکو نظرونه وېشل شوي دي؛ نو، ځکه یې نوې ستراتیژي هم ځنډیدلي ده. د افغانستان اجرائيه رییس وايي، چې امریکا باید د افغانستان لپاره په خپله ستراتیژۍ کې د سیمې د هیوادونو ورانوونکیو هڅو ته ډېر پام ورواړي.

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ټينګار کوي، چې افغانان له خپل هېواد څخه دفاع ته تیار دي؛ خو له افغان ځواکونو سره د نړیوالو ملاتړ یوه جدي اړتیا ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې نننی ګواښ یو نړیوال ګواښ دی؛ تروریزم نه یوازې افغانستان ګواښي، بلکې پر بېلابېلو بڼو او نومونو نړۍ هم ګواښي دی.

د هغه په وینا؛ همدې ترورستي ډلو د سیمې او نړۍ امنیت هم زیانمن کړی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اوس د بلک واتر پوځي خصوصي کمپنۍ د بنسټګر ایریک پرنس پر هغه طرحه فکر کوي، چې له مخې یې ښايي د افغانستان جګړه پوځي خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي.

د ایریک پرنس د طرحې له مخې به په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښتونه سم نیم شي؛ په کال کې به ۳۰ میلیارد دالرامریکا ته سپما شي، افغانستان ته به پېنځه زره قراردادیان را ولیږي، د بلک واتر قراردادیان به د افغان پوځ جامې اغوندي او ۹۰ الوتکې به یې ملاتړ کوي.

د امریکايي رسنیو لخوا د دغه رپوت له خپریدو سره همهاله په افغانستان کې د مخالفت غږونه اوچت شول.

امریکا غواړي، چې افغانستان او سیمې ته خپله ستراتیژي نوې کړي. له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر هم ویلي وه، چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د سیمې په کچه پر ستراتیژۍ کار روان دی، چې دا د افغان چارواکو هیله هم ده

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!