تازه خبرونه
د افغان سولې امریکایي استازی خلیلزاد کابل ته راځي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا ته له اروپا څخه د کابل پر لوري را خوځيږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي؛ خلیلزاد به له افغان حکومت له مشرانو او سیاسیونو سره د امریکا او طالبانو تر منځ پر خبرو بحث وکړي او دوی به د سولې په اړه د یو هر اړخیز پلاوي جوړولو ته وهڅوي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي، چې مونږ به هغه وخت بریالي شو، چې د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شي. په دې هیله، چې خلیلزاد دا ځل د یادو خبرو زمینه د حکومت، سیاسي ګوندونو او د افغانستان د مشرانو په ګډون رامنځته کړي.
ولسمشر اشرف غني هم د سولې په خبرو کې د یوه غښتلي دریځ او یو موټي دریځ د خپلولو لپاره له ځینو هغو سیاستوالو سره خبرې پیل کړي، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو پر یوه میز ناست ول.
د ولسمشرۍ ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، چې ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، استاد سیاف، سروردانش، محمد کریم خلیلي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې د دې ناستې موخه داوه، چې د سولې بېلابېلې هڅې دې نږدې شي او له نورو سیاسي اړخونو سره به هم ورته خبرې کیږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د خپل روان سفر په لړ کې لومړی اروپا ته ولاړ او له بریتانوي چارواکو سره یې پر افغان سوله له خبرو وروسته په بروکسل کې د ناتو له عمومي منشي سره هم وکتل.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې اړتیاده، چې په سیمه او نړۍ کې د رښتینې سولې لپاره ګډې هڅې ډېرې شي او مونږ د سولې خبرو د پایلو لیدونکي شو.
زلمی خلیلزاد، چې په قطر کې له طالب استازیو سره شپږم پړاو خبرې په مخ کې لري، پاکستان، اربکستان او اردن ته هم به سفرونه وکړي.
خبریال: خالد نیکزاد
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ