Connect with us

تازه خبرونه

د ترمپ تګلاره د اوباما په پرتله د بریالیتوب ښه فرصت لري-غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر وایي، د امریکا نوې تګلاره د بارک اوباما د تګلارې په پرتله د بریالیتوب لپاره ښه فرصت لري. بارک اوباما په افغانستان کې همکار نه درلود، ولسمشر ترمپ نه یوازې یو کس دی، بلکې د افغانستان په اړه د همکارې ډلې مشري هم کوي. د ترمپ په اداري تګلاره کې له مونږ سره پراخې او بې سارې مشورې کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني له امریکا غږ سره په مرکه کې د امریکا د نوې تګلارې اړوند ټکي روښانه کړل؛  په څلور کلونو کې به د افغانستان د خاورې اتیا سلنه د دولت تر کنترول لاندې راولي، افغان کمانډو ځواکونه به دوه برابره ډېرشي، د افغانستان هوایي ځواکونه به پیاوړي کړي او په پوځي مشرتابه کې به ښه والی او سمونونه راځي.

ولسمشر غني زیاتوي؛ هغه سیمې، چې تصفیه کیږي، ځکه نه شي ساتل کیدای، چې په پولیسو کې سمونونه نه دي راغلي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ افغان پوځ کولی شي، چې هره ولسوالي په څو ورځو کې  بېرته ونیسي، خو زمونږ ستونزه د دې سیمو په ساتنه کې ده او په دې خاطر، چې په پولیسو کې د پام وړ سمونونه نه دي راغلي او حد اکثر ظرفیت نه لري، خو دا بدلون کوي.

هغه زیاتوي؛ لومړی: له افغانستان څخه  د تازه ملاتړ له لارې طالبانو ته پوځي بریا ناشونې شوې ده.

دوه یم هغوی باید درک کړي، چې د افغانستان خلک له لاسه ورکوي. طالبان په هر ظلم او زیاتي پر جوماتونو، زیارتونو او کلیو د بریدونو او بشري سرغړونو له لارې خلک نور هم له ځانه لیرې کوي.

ټاکل شوې له درې زره زیات نور امریکایی سرتېري افغانستان  ته راشي، خو ولسمشر غني وایي،  دغه سرتېري به په جګړه کې ښکېل نه شي او د افغان ځواکونو سلا مشورې او زدکړې به پر مخ وړي.

خبریال: فهیم نوري

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!