Connect with us

تازه خبرونه

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دویم مرستیال  سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د بښنې نړیوالې ټولنې د مرغومي پر ۲۹ په کابل کې جوړه کړې؛  خبرداری ورکړ، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې ته که هر څومره توجیهات ولټول شي، د افغانستان درد به دوا نکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي طرحه له سولې تېښته، د خلکو او نړیوالې ټولنې غولول دي.

د ولسمشر دویم مرستیال مني، چې: حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې ګوښه ساتل شوی؛ نو، ځکه ټينګار کوي، چې د افغان حکومت پر محوریت د سولې د خبرو له پیلیدو او سراسري اوربند له ټينګیدو پرته پر یو  او بل د باور کول ستونزمن دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې امریکايي او طالب استازي د تاوتریخوالي پر کمښت او د سولې هوکړې ته د زمینې پر برابرلو خبرې کوي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې د سولې هوکړې مسوده ترتیب شوې او په راتلونکیو دوه اوونیو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي.

دغه دفتر ټینګار کړی، چې د هوکړې د لاسلیک نېټې له رانږدې کیدو سره به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو طرحه هم پلې شي.  

ځانمرګي بریدونه، چاودنې، په لویو لارو کې یرغلیز بریدونه د تاوتریخوالي د کمولو په طرحه کې شامل دي، چې درول کیږي به.

دغه راز په مقابل کې به بهرني سرتېري شپني عملیات او هوايي بریدونه دروي.

د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، چې د تاوتریخوالي کمښت باید پوره څرګند شي، چې چېرته او څنګه تاوتریخوالی راکمیږي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د هوکړې له لاسلیک سره به پېنځه زره امریکايي سرتېري له قید او شرط پرته له افغانستان څخه وځي او پاتې نور به د څوارلس میاشتو په لړ کې شرایطو ته په کتو افغانستان پریږدي.

د یادونې ده، چې جرمني هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی په ډاګه کړی او په کابل کې د جرمني سفیر هم له یو شمېر سیاستوالو سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!