تازه خبرونه
د اسلام آباد ناسته د م.م له پرېکړې ښکاره سرغړونه ده- احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان کیدونکې غونډې ته تند غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې اسلام آباد لدې کار سره وسلوالو طالبانو ته رسمیت ور په برخه کوي.
ټاکل شوې، چې اسلام آباد به د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۹/ د فبرورۍ ۱۸) د طالب استازیو د څوارلس کسیز پلاوی کوربتوب وکړي او طالب استازي به له زلمي خلیلزاد، د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.
افغان حکومت وايي، چې په اسلام اباد کې د طالب استازیو د غونډې په اړه له دوی سره هیڅ سلا مشوره ندې شوې؛ نو، ځکه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.
دوی باوري دي، چې په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره غونډه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ کال له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه او د افغان دولت پر ملي حاکمیت ښاره تېری بلل کیدای شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې دغه ناسته طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او رسمیت پېژندلو لپاره ده، چې دا کار له ټولو نړیوالو پرېکړو ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون د طالب پلاوي نهه کسان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بندیزونو کې شامل دي او د سفر اجازه نلري.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالب استازي به په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره د طالب زندانیانو پر تبادله او د سولې په خبرو کې د افغان دولت پر را ګډولو خبرې وکړي. سیاسي کارپوه وحید مژده وایي، چې په دې ناسته کې به د سعودي استازی د سولې په خبرو کې د افغان حکومت وردننه کیدل وغواړي.
طالبانو هم ویلي، چې پلاوی به یې د پاکستان له لومړي وزیر سره په دوه اړخیزو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون رييس زمرک پادخوابي وایي؛ پاکستان پرته لدې، چې له افغانستان سره مشوره وکړي؛ طالبان اسلام آباد ته غوښتي او ورسره دوه اړخیزې خبرې کوي.
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته له سفر مخکې د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې پر ۲۸/ د فبرورۍ پر ۱۷) له اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
اجرائيه رييس ویلي، چې خلیلزاد د سولې د خبرو له پرمختګونو خبر کړی او دواړو د افغانانو پر مالکیت د سولې پر خبرو ټينګار کړی دی.
ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به د ورسره پلاوي پر ملتیا د روانې میاشتې پر ۲۵مه په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې ولري او د تېرې جنورۍ ناستې په پایله کې د رامنځته شویو کمیتو ترسره شوې چارې به سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني خبریال سميع يوسفزي، چې د طالبانو کړنې څاري رسنیو ته ويلي، چې په اسلام آباد کې له پاکستانيو چارواکو سره د طالبانو د دوشنبې ورځې ناسته لغوه شوې؛ خو طالب سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ