Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ظاهر قدیر ساتونکیو د ځانمرګي پر شک قومي مشر وژلی

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۳۹۶)

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر ساتونکیو یو قومي مشر د ځانمرګي برید کوونکي پر شک وژلی دی.

د ننګرهار ولایت قومي مشرانو د ننګرهار ولایت مخې ته د غبرګون ښودلو په موخه راټول شول او وایي، چې د ظاهر قدیر شخصي ساتونکیو له یوه قومي مشر سره له لفظي شخړې وروسته هغه په دې بهانه وژلی، چې ګڼې ځانمرګی بریدګر و.

د خوږیاڼو قومي مشر حاجي ولي وایي، دا قومي مشرظالمانه او په نامشروع بڼه وژل شوی دی.

دوی د دغه قومي مشر جنازه د ولایت مقام ته راوړې او ګواښ یې کړی، چې تر هغې به خاورو ته ونه سپارل شي، چې قاتلان یې نیول شوي نه وي.

دوی وایي، که حکومت دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي؛ مونږ به خپله خپل بدل پخپله واخلو.

د خوږیاڼو قومي مشر شاه زمان خان په ډاګه کړه، چې مونږ له مرکزي حکومت غواړو، چې دا قضیه وڅېړي.

اعتراض کوونکیو د وژل شوي قومي مشر له نوم اخیستو ډډه کړې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې اړوند ارګانونه پر رامنځته شوې پېښې کار کوي.

د ولسي جرګې استازی ظاهر قدیر ويلي، چې د دغې پېښې له څرنګوالي خبر نه دی. حکومت باید په دې اړه قانوني څېړنې تر سره کړي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ظاهر قدیر د کور ساتونکیو یو ځانمرګی وژلی؛ خو دا خبر دروغ و.

تازه خبرونه

په سپین بولدک دروازه کې له خونړیو نښتو ۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۳۹۹)

د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستانیو او افغان ځواکونو په نښته کې ۱۵ عام وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې پر ماښام د افغان سرحدي او پاکستانيو ځواکونو تر منځ له هغې وروسته درنده جګړه وشوه، چې کله پاکستانيو ملېشه وو د سپین بولدک – چمن په ور کې پر  را اوښتونکیو مسافرو ډزې وکړې.

د کندهار والي ویاند بهیر احمدي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان دي.

ملکي کسانو ته مرګ ژوبله تر ډېره د پاکستانيو ځواکونو له لورې پر سپین بولدک ولسوالۍ پر راتوغول شویو توغندیو اوښتې.

د پاکستان حکومت درې ورځې وړاندې سپین بولدک – چمن لاره د مسافرو پر وړاندې د پرانستلو اعلان کړی و، چې د کرونا له امله له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بنده وه او لسګونه زره کسان، چې د دېورند فرضي کرښې له دې غاړې څخه بلوچستان ته تللي وه، له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بند پاتې ول او په دې وروستیو کې یې چمن دروارې ته نږدې احتجاجي کږدۍ هم لګولې وه.

د اسلام آباد له اعلان سره سم د چارشنبې پر ورځ دوه ساعتونه لاره پرانستل شوه؛ خو د پنجشنبې پر ورځ  د پاکستان ملیشه ځواکونو د اعلان خلاف لاره بېرته وتړله، چې له کبله یې خلک راوپاریدل او پر دروازه یې ورودانګل.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته له تیارسئ خبر ورکړی.

خبرپاڼه کاږي، چې د دیورند پر کرښې افغان ځواکونه مجهز شوي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به بالمثل عمل کوي.

په کندهار  کې هم امنیتي سرچینې وايي؛ د کندهار د امنیه قومندان تادین خان په مشرۍ سلګونه سرتېري، چې پر درندو وسلو سمبال دي د افغان سرحدي ځواکونو مرستې ته ور دانګلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په لوګر کې موتر بم چاودنې ۴۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۳۹۹)

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د موتر بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او   ۴۰ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن پنجشنبه ماښام ۷:۴۰ د لوګر ولایت مرکز د علم پل د ښاروالۍ په څلورلارې کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو موټر چاودنه کړې ده.

له دې مخکې د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي وه، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د هغه په ​​وینا ، چاودنه هغه مهال په ګڼه ګوڼه کې رامنځته وشوه، چې خلکو د اختر لپاره پېر و پلور کاوه.

تر دې دمه کومې ډلې یا کس د برید پړه نه ده منلې.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، جې طالبانو د لوی اختر درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې هیڅ ډول عملیات ترسره نکړي.

د افغانستان حکومت هم د طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه به د وسلوالو پر ضد عملیات نه تر سره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات او لغمان کې چاودنو ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۸, ۱۳۹۹)

د هرات پولیسو ویلي، چې نن ماښام ۷:۲۰ د زمري ۸ د دغه ښار د د نهمي او دولسمې ښاري حوزو تر منځ ماین چاودنت رامنځته شوې، چې په کې درې کسان وژل ذشوي او ۶ نور ټپیان دي.

د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده زیاته کړې، چې دغه نښلیدونکی ماین د ناڅرګندو وسلوالو لخوا د  مسافرو په فلانکوچ موتر کې ځای پر ځای شوی و.

نوموي ویلي، چې د دغې پېښې ټول قربانیان روغتونونو ته لیږدول شوي؛ خو ولیزاده ندي ویلي، چې د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي او که پوځیان.

تر دې دمه د پېښې پړه هیچا پر غاړه نده اخیستې؛ خو هرات پولیسو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دغه را نن ماښام د لغمان ولایت د مهترلام ښار د سلطان بابا په اړوند سیمه کې هم چاودنه رامنځته شوې ده.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، چې په یاده سیمه کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو موتر سایکل چاودنه کړې، چې په کې ۷ عام وګړي ټپیان شوي دي.

Continue Reading

Trending