Connect with us

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه پر جنګي جرایمو تورن کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې؛ د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه، چې د (سي ‌ای‌ اې) ملاتړ ورسره دی، له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي او په عملیاتو کې یې ملکي وګړي وژلي دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې په جلال آباد ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي، چې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې لخوا وژل شوي وه.

په دې راپور کې د ولسي وګړیو وژنې، صحرایي محکمې، شپني عملیات، هوایي بریدونه، نیونې، د ځینو کسانو تری تم کیدل او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه هغه تکتکیونه یاد شوي؛ چې دغه ځواک ورنه کار اخلي او د ملکي مرګ و ژوبلې لامل ګرځیدلی دی.

د بشري حقونو د څار دې سازمان له امریکا او افغان حکومت غوښتي، چې له دولتي تشکیلاتو بهر ټول ملیشه ځواکونه په بیره منحل او بې وسلې کړي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان دا ځواکونه په جنګي جرمونو تورنوي؛ دوی بې رحمانه جرمونه کوي، جدي او ناقانونه سرغړونې تر سره کوي، په شپنیو عملیاتو کې د ملکیانو تر منځ له توپیر پرته وژنې کوي، خلک تښتوي او صحرایي محکمې جوړوي.

د جلال آباد پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی محمد ابراهیم ملک زاده ویلي، چې تر دې دمه حکومت دیادې کورنۍ د څلور غړویو د وژنې په اړه هیڅ هم ندي کړي.    د قربانیانو ګاونډ حبیب الله وایي، له دې څلور وروڼو کوچني ماشومان پاتې دي.              

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون غړي نعیم نظري ویلي؛ د بې مسوولیتۍ، ناسمو اطلاعاتو او مدیریتي بېوسۍ له کبله ملکي کسان وژل کیږي.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وپه ډاګه کړې، د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه، چې د صفریو، صفر دوه، صفر درې او صفر څلور قطعات نومول شوي؛ د ملي امنیت تر پوښښ لاندې فعالیت لري، خو په اصل کې د امریکا د سی آی اې څارګرې ادارې لخوا استخدام کیږي، روزنه یې کیږي، تجهیز او مدیریت یې تر سره کوي او د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې تر قومندې لاندې عملیات کوي.

پخواني پوځي عتیق الله امرخېل  ویلي؛ دوی د خلکو کورونو ته له دولتي اجازې پرته ننوځي او بېوسه خلک وژني.

د بشر  حقونو څار نړیوال سازمان له امریکا او افغان حکومت غوښټي، چې ټول هغه ځواکونه منحل او بې وسلې کړي، چې د امنیتي ځواکونو له چوکاټ بهر دي او د جنګي جرمونو او بشري حقونو د نقض په تړاو تورونو څېړلو لپاره له خپلواکو څېړنو سره همکاري وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل  ویلي، که څه هم دې راپور ځینې حقیقتونه بیان کړي؛ خو تېروتنې هم لري.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان تر دې سرلیک لاندې، چې هغوی پر ډېرو کسانو ډزې کړي، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو د ناوړه استفادې په تړاو دغه راپور خپور شوی، چې له ۲۰۱۷ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال تر منځنیو پورې څوارلس موارده را نغاړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!