تازه خبرونه
د ثبات او همپالنې ډلې د ارګ او نوماندانو تر منځ د منځګړیتوب ټتر وواهه
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ د خبرو غوښتنه لري.
د ملی وحدت حکومت د کار د دوام په تړاو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه اعلامیه خپره کړې ده. اجرائیه رییس، چې خپله هم د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی وایي، پخپل وخت د ټاکنو نه تر سره کیدل له یوې خوا په خلکو او سیاسي غونډو کې د ملي وحدت حکومت د کار د دوام په تړاو پوښتنې را ولاړې کړي او بل خوا د سیاسي ګوندونو، د دولت د مشرتابه او ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ یې جدي اختلافونه را پورته کړي دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو تر منځ د خبرو غوښتنه لري.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال اسدالله سعادتي وایي، د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې د ولسمشر د کار پای وخت معالوم دی او هیڅ قانوني پلمه هم شتون نلري.
که څه هم دا ټاکنیزه ډله مني، چې د ملي وحدت حکومت د یوې هوکړې له مخې رامنځته شوی؛ خو په وینا یې باید دا حکومت هم د ولسمشریزو ټاکنو د یوه معیاد تابع وي.
د احمد ولي مسعود د ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال عبدالطیف نظري هم، چې د ولسمشر غني د کار د دوام مخالف دی؛ داسې ښکاري، چې له ارګ سره د خبرو پلوي کوي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې داسې ښکاري، چې عبدالله عبدالله د ارګ له ځینو پرېکړو سره موافق ندی او د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اوس هم اختلافونه پخپل ځای دي.
مخکې سترې محکمې ویلي وه، چې د تاکنو تر ترسره کیدو پورې ولسمشر غني کولی شي خپل کار روان وساتي؛ خو دا پرېکړه یې د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو له مخالفت سره مخ شوه.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ