Connect with us

تازه خبرونه

 په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو خبرې تر شپږمې ورځې روانې وې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو خبرې تر شپږمې ورځې هم روانې وساتل شوې.

سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو په دې خبرو اترو کې د اوربند او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرڅرنګوالي هم خبرې کړې دي.

سیاسي فعال حسن حقیار د طالبانو او امریکایي استازیو د وروستیو خبرو په اړه څرګنده کړې، چې د خبرو اوږدیدل د دغې ناستې بریالیتوب دی. که دا خبرې بریالۍ نه وای روانې نه ساتل کیدې.   

د سولې عالی شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري دې مذاکراتو ته محتاطانه خوشبینه دی او وایي، چې دواړه اړخونه نیت لري، چې یو داسې میکانیزم رامنځته کړي، چې د طالبانو او افغان حکومت د بیغ په نیغه خبرو لیدونکي شو.

تېره ورځ د مذاکراتو په پېنځمه ورځ طالبانو له امریکا سره پر اوربند هوکړه کړې، نه له افغان دولت سره. دا هغه څه دي، چې د هېواد د تیکاو په خیر نه ګڼل کیږي.

پخوانی پوځي محمداګل مجاهد وایي، چې له امریکا سره اوربند هیڅ ارزښت نلري؛ ځکه، چې هغوی اوسمهال په جګړه کې ښکېل ندي او دا په افغانستان کې د خلکو او ثبات په ګټه نده.           

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي؛ ټاکل شوې، چې لومړی وزیر عمران خان په لنډو ورځو کې کابل ته راشي او  له افغان مشرانو سره وګوري. 

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وایي، چې تر اوسه  له ولسمشر غني سره د لومړي وزیر د لیدنې نېټه نده معلومه شوې؛ خو دا کتنه به ژر وشي او دواړه هېوادونه اوس هم په لوړه کچه اړیکه لري.

که څه هم تر اوسه د قطرناستې په اړه پوره جزییات مخې ته ندي راغلي؛ خو هیلې شته، چې دا ناسته به یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

ځینو سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو په دې خبرو اترو کې د اوربند او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرڅرنګوالي هم خبرې کړې دي.

ویل کېږي، اوس د طالبانو د سیاسي مشروعیت، اوربند او دایمي سولې او افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه خبرې روانې دي.

ولسمشرۍ تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

تازه خبرونه

دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ويلي، تېر کال یې د برښنا له لګښت څخه ۳۷ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړي؛ خو دولتي بنسټونه له دغه شرکت څخه ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي، چې باید سږ کال یې ورکړي.

دغه راز دې شرکت تېر کال د درې میلیارډ افغانیو پر ارزښت له سلو ډېرې پروژې پلې کړي؛ ځکه د پېنځه کلن پلان له مخې باید افغانستان د وارداتي برښنا له انحصار څخه خلاص شي.

د برښنا شرکت چارواکو په یوه کلنۍ خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس عبدالرحمن رحماني ویلي: په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یې له ۳۷ میلیارډ افغانیو ډېرعواید ترلاسه کړي، چې یوه برخه یې هغو هېوادونو ته ورکړیوې، چې له دوی څخه برښنا واردوي او د درې میلیارډ ډالرو پر ارزښت یې د برښنا د تولید څه باندې ۱۰۰ پروژې پلې کړې دي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي زیاته کړې؛ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په برخه کې پرمختګ شوی او د برښنا پیسې یادو هېوادونو ته ورکړ شوې دي. دغه شرکت هڅه کوي، چې په څو نورو کلونو کې د اړتیا وړ برښنا له کورنیو سرچینو څخه چمتو کړي.

د برښنا شرکت د سوداګریزې څانګې مرستیال میرویس عطايي ویلي؛ د یو شمېر نیمه کاره پروژو کار پیل شوی او په هېواد کې د برښنا د تولید ظرفیت هم لوړ شوی دی. دا مهال دولتي بنسټونه د برښنا شرکت ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي او ټاکل شوې، چې سږ کال دغه پیسې ورکړي.

ویل کیږي، چې د ۶۸ میلیون افغانیو پر لګښت د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د سب سټېشن د بیارغونې چارې، له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا مزي د لېږد چارو پیل، د کابل له ارغندي څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي د غځولو کار پیل شو. د نور الجهاد سب سټیشن ډیزاین د دې شرکت بله لاسته راوړنه ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!