Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته اقتصادي ارزښت لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۳۹۹)

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په ډاګه کړې، چې  د اپټا سوداګریز تړون له مخې پر ګوادر بندر افغانستان هم سوداګري کولی شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ټول سوداګریز ادرسونه او د هلیزونه وکاروي؛ ځکه، چې مونږ ته له  اقتصادي  پلوه  لوړ ارزښت لري.

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی افغان حکومت غواړي د پاکستان په ګډ‌ون ټولو هیوادونو سره منظمې اقتصادي همکاري ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند مرستیاله سعدیه سیرت څرګندوي، چې د افغانستان د حکومت پالیسي د سیمې او ګاوند هېوادونو سره د منظمو اقتصادي تعاملاتو شتون دی.

د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته تر ټولو نږدې بندر دی؛ خو دا، چې افغان لوری به له دې بندره ګټه پورته کړي او که نه، د صنعت او سداګرۍ وزارت یی په اړه څه نه وایي.

په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار هم ويلي، افغانستان له دې وروسته کولی شي ، چې پر ګوادر بندر د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ د ګوادر بندر له اقتصادې پلوه د افغانستان  لپاره خورا لنډ او ګټور دی؛ خو اند ېښنه مو داده، چې ګاونډي هېوادونه نه غواړي له افغانستان سره معیاري سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې وپالي.

اقتصادي کارپوه کمال الدین کاکړ په دې  باور دی، چې که د پاکستان حکومت نړیوالوسواګریزو او ترانزیتي  قوانینو ته درناوی وکړي افغان سوداګروته د ګوادر بندر خورانږدې او ګتور دی.

پاکستانيو چارواکو په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ دې بندر ته له  ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رارسیدلې او دا به افغانستان ته نه یوازې ورسول شي، بلکې دا بندر به ورته د سوداګرۍ یو نوی باب هم شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!