Connect with us

لوبی

نن د کرېکټ الف لوبډله د سریلانکا پر وړاندې لوبیږي

دواړه لوبډلې به نن ماښام یکشنبه ( د لړم شپږمه) د کابل پر وخت ۶ بجې خپله سیالي پیل کړي.

خپور شوی

د

 
د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې لوبغاړي د آسیا ځوانانو په جام کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
دواړه لوبډلې به نن ماښام یکشنبه ( د لړم شپږمه) د کابل پر وخت ۶ بجې خپله سیالي پیل کړي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې د دغو لوبو په نیمه پای لوبه کې د افغان کرکټ الف لوبډلې هند ته د ۲۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

لوبی

افغانستان د آسیایي ملتونو جام په روزنیز پړاو کې بنګله دېش ته ۳-۲ ماتې ورکړه

د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده؛ خو په دوه‌یمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده، چې له لاسه ورکړ شوي ګولونه پوره او د بریا ګول هم ووهي.

Published

on

نن (یکشنبه د لړم شپږمه ) د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د آسیایي ملتونو جام د روزنیز پړاو په خپله څلورمه لوبه کې بنګله دېش ته ۳- ۲ ماتې ورکړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده؛ خو په دوه‌یمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده، چې له لاسه ورکړ شوي ګولونه پوره او د بریا ګول هم ووهي.

په ننۍ لوبه کې یاسر ساپي، میلاد نوري او آرش احمدي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

له دې بریا سره افغانستان د ۲۰۲۵ کال آسیا جام ته په خپل ګروپ کې د مخکښې لوبؤلې په توګه لار پیدا کړه.
د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې په تېرو درې لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

Continue Reading

لوبی

د قرغیزستان والیبال ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (چهارشنبه د لړم دوه‌یمه) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه او لوبه د قرغزستان پر بریا ۳ – ۱ پای ته ورسېده.

Published

on

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د والیبال ټولنې (CAVA) د سیالیو په پېنځمه لوبه کې له قرغزیستان ماته وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (چهارشنبه د لړم دوه‌یمه) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه او لوبه د قرغزستان پر بریا ۳ – ۱ پای ته ورسېده.
د هېواد د والیبال ملي لوبډلې تر اوسه د منځنۍ آسیا په سیالیو کې څلور ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.
د افغانستان ملي لوبډلې بریا د مالډیپ پر وړاندې د یکشنبې پر ورځ ۳ـ ۰ پای ته رسېدلې ده.
د CAVA والیبال سیالۍ پر رسمي ډول د اوکټوبر پر اتلسمه په تاشکند کې پیل او د پنجشنبې پر ورځ به د اوکټوبر تر څلیریشتمې روانې وي.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلو(ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان، افغانستان او مالډیف ګډون کړی دی.
Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځني لوبلړ نوملړ په ډاګه شو

په دې نوملړ کې د حشمت الله شهیدي (د لوبډلمشر په توګه) رحمت شاه زرمتي، رحمان الله ګربز او اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکي)، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نوراحمد، بلال سمیع، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک نومونه راغلي دي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د بنګله دېش پروړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۹ کسیز نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې د حشمت الله شهیدي (د لوبډلمشر په توګه) رحمت شاه زرمتي، رحمان الله ګربز او اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکي)، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نوراحمد، بلال سمیع، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک نومونه راغلي دي.

ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې پر ټپ اخته او عملیات دی.

دغه راز د ملي لوبډلې بریالی توپ وهونکی مجیب الرحمن، چې د ګوتې پر درد اخته دی په دغه نوملړ کې ندي راغلي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي: روان ۲۰۲۴ کال د افغانستان کرکټ بورډ لپاره له تخنیکي او اداري اړخه یو بریالی کال و. په ځانګړي توګه زمونږ لوبغاړي په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ښه ځلیدلي دي. باید ووی شي، چې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې زمونږ د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې لوبډله مو د اتلولۍ په جام کې د لوبېدا لپاره د چمتوالي غوښتونکې ده.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر حاجي احمدشاه سلیمانخېل هم په دې اړه ویلي: ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن دواړه د اړوند ډاکټرانو تر درملنې او څارنې لاندې دي او په نږدې راتلونکي کې به پوره ښه شي. هیله ده، چې دوی به وکولی شي په سترو سیالیو کې لوبې وکړي.

د بنګله دېش پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو یاد لوبلړ به د نومبر پر شپږمه، نهمه او یوولسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د یادولو ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش د ملي لوبډلې کوربتوب بیا کوي. له دې مخکې یې په ۲۰۱۸ ز.کال کې هم د دې لوبډلې کوربتوب کړی و.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!