Connect with us

لوبی

په کابل کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلی نندارې ته وړاندې شو

دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.

خپور شوی

د

د سې‌شنبه پر سهار(د لیندۍ شپږمه )  په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د کرکټ اتلولۍ څلی(جام) کابل ته راورسېد او د هېواد کرکټ لوبغاړو په شتون کې یې تود هرکلی وشو.

دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.

په دې خبري مراسمو کې د هېواد کرکټ لوبغاړو ګډون وکړ او رسنیو ته یې د دې څلي د نندارې پر ارزښت خبرې وکړې.

دا څلی په داسې حال کې کابل ته راوړل شو، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال څلي په وروستي پړاو کې له ځلیدو وروسته د پنځوس اوریزو سیالیو اتلولي خپله  او د لومړي ځل لپاره یې دې اتلولۍ ته لار پیدا کړه.

د کرکټ اتلولۍ څلي ۵۰ اوریزه بڼه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون ۸ هېوادونه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په B ګروپ کې له انګلستان، آسټرالیا او سویلي افریقا سره راغلې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغه لوبې په پاکستان کې ترسره شي؛ خو پاکستان ته د هند د ملي لوبډلې د نه تګ له کبله به د کرکټ نړيوالې شورا خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د یادولو ده، چې آریانا ټلویزیون د افغانستان په جغرافیه کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلي سیالۍ د ځانګړې او ژوندۍ خپرونې حق تر لاسه کړی دی.

لوبی

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو اتلولي خپله کړه

Published

on

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۴ کال په درې اړخیزه سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو دوه لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ شپږمه ) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

لومړی افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړي میدان ته راووتل او د ۲۵۰ منډو هدف یې وټاکه. په ځواب کې یې د پاکستان لوبډلې یوازې ۲۲۹ منډې جوړې کړي او د دوی ټول لوبغاړي د توپ‌وهنې پر وړاندې وسوځېدل.

دغه درې اړخیزه سیالۍ د آسیا ملتونو جام سیالیو ته د چمتووالي یوه برخه ده، چې ټاکل شوې د نومبر پر دېرشمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. دا جام به د سیمې ۸ غوره لوبډلې ترسره کوي او افغانستان د دې اتلولۍ یو له نوماندانو څخه دی.

Continue Reading

لوبی

افغانستان او پاکستان نن د درې اړخیزو سیالیو پای لوبه ترسره کوي

دا لوبه به له غرمې مخکې ۱۰ بجې د دوبۍ ښار د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې به نن (سې‌شنبه د لیندۍ شپږمه ) د درې اړخیزو سیالیو په وروستي پړاو کې له یو بل سره مخ شي.

افغانستان او پاکستان په دې درې اړخیزه سیالۍ کې ګډون کړی او هر یو درې بریاوې او یوه ماتې لري.

دا لوبه به له غرمې مخکې ۱۰ بجې د دوبۍ ښار د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

Afghans bowled out the hosts for 88 runs in the 36.3 overs

Published

on

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزو پنځوس اوره سیالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د اماراتو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۸۹ منډې هدف وټاکه او افغانستان په ۲۱.۲ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو ترلاسه کړ.

دا د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې درېیمه بریا ده، چې د دغو سیالیو په لړ کې یې پر برخه کیږي.

افغانستان به د سې‌شنبې پر ورځ په پای لوبه کې له پاکستان سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!